قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ترکی «یئنی شفق» ورځپاڼې نه په نقل، هر کال د اسلامی نړۍ مسلمانان آداب او سنت سره د الله د میاشتې استقبال کوې، د رمضان میاشتې را رسیدو سره مسلمانان په ټولو اسلامی هیوادونو کې د خپل کلتور او فرهنګ سره روژه او د قرآن تلاوت ته وړاندې کېږي.
په دې راپور به د رمضان المبارک په میاشته کې د ځنې اسلامی هیوادونو آداب او رسمونو ته کتنه وړاندې کوو.
اندونیزیا
د رمضان المبارک میاشته د اندونیزیا هیواد کې ځانګړې پروګرامونه پيل کېږي، د دغه هیواد «آچه» ښار کې، د رمضان المبارک میاشته را تللو سره ماشومان د ښار په سړکونو باندې د جشن او خوشحالۍ پروګرامونه پیل کوې، په دې مراسمو کې د قرآن کریم د ځنې آیتونو تلاوت نه علاوه د نور پروګرامونه هم پیل کېږي.
د رمضان میاشته کې د اندونیزیا جوماتونه د لمونځ کوونکو نه ډک وې، د هغه لمونځ کوونکو نه چې دا میاشته یو ځلې بیا فرصت ګڼې د ګناهګانو څخه د لرې اوسېدو او د قرآن سره د نږدې کېدو.
د جنوب شرقي آسیا تر ټولو ستر جومات «استقلال جومات» دی چې د اندونیزیا مرکزی ښار جاکارتا کې جوړ شوي، په دې جومات کې هر کال د رمضان المبارک میاشته رسېدو سره د قرآن کریم محفلونه پيل کېږي.
د اندونیزیا مسلمانانې ښځې هم د دغه هیواد یو خاص محلي جامې سره په دغه قرآنی محفلونو کې ګډون کوې.
هندوستان
هندوستان چې مختلف کلتورونه، قومونه او نژادونه لري، د رمضان المبارک میاشته کې یو بل رنګ لري، په دې هیواد کې ځنې غیر مسلمانان هم د روژه ماتې ورکولو سره د روژه لرونکو نه مېلمستیا کوي.
د لبنان غوندې په هندوستان کې هم ځنې خلک شته چې ورته سهار خوان ویلې کېږي، هغوي مسلمانان د سهار لمونځ او پېشنميلپاره بیداره کوي.
هند کې د مسلمانانو شمېر له ۲۰۰ ملیونه کسانو نه زیات دي، ځنې مسلمانان په دغه هیواد کې موجود طبقاتي نظام له وجهې د خپل معاش لپاره سخت کارونه کوي، خو ولی سره د دغه ستونزو بیا هم د روژه ماتې په وخت د کار نه لاس واخلې او هغه خوراکونه چې له ځان سره راوړې وې اذان ته په غوږ وې چې په دغه روژو ماتې وکړي.
پاکستان
د پاکستان ځنې سیمو کې سره د دې چې سخته ګرمې ده په کې، بیا هم دغه هیواد کې د الله د مېلمستیا میاشته کې یو بیل حال لري، د دغه هیواد مسلمانان له مخکې نه د رمضان المبارک میاشتې را تللو ته ورځې شمېري.
په دې میاشته کې د پاکستان خلک زړونه قرآن ته وسپارې او دې اسمانی کتاب سره نور زیات مینه پیدا کړي.
د ایران غونډې پاکستان کې هم زولوبۍ (اردو ژبه کې جلیتي) په رمضان کې د خوږو په توګه پلوري.
د پاکستان بازارونه هم د دې میاشتې سره سمون لرونکې شیان او د خلکو د ضرورت څیزونه وړاندې کوې او ځنې بازارونو کې خو د دې میاشتې شروع کېدو سره د یو شمېر خوراکي توکو بیې ارزانه وې چې غریب یی هم واخیستلې شي.
رمضان المبارک کې د تسبو اخیستنه د دغه هیواد یو سنت دي چې نو ځکه د دغه هیواد ځنې بازارونو کې مختلفې تسبې پلوري.