قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د المواطن خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، «د سولې ځمکه» یا د «دارالسلام برونئی» د آسیا شرقي جنوب کې د بورنئو جزیره شمالي ساحل کې واقع دي.
برونئی د مالیزیا پخوا کې دي او په حقیقت کې دا هم د مالیزیا سره یو هیواد وو چې له انګلیس نه حمایت کوونکې هیوادونو نه وو، برونئی له هغه برخو نه دي چې په کال ۱۹۶۳ کې دا غوښتنه وکړه چې د انګلیس حمایت کوونکې کې پاتي شي او مالیزیا نه بیل شي.
دا هیواد په کال ۱۹۸۴ کې خپلواکې تر لاسه کړه او د ګاز او تیل سترې سرچینو لرلو سره د نړۍ په اوچته توګه ژوند کوونکو کې شمېر شو.
د برونئی رسمي دین اسلام ګڼلې کېږي او ۶۰٪ ولس یی مسلمان دي.
برونئی د شرقي آسیا تر ټولو ستر جومات لري، دا جومات «سلطان عمر سیفالدین» یا «مسجد طلایی» نوم سره پېژندلي کېږي، چې د سری بګاوان بندر د سیند په غاړه د برونئی په مرکز کې په کال ۱۹۵۸ کې جوړ شوي.
سلطان برونئی حسن البلکیا دي چې د دغه ثروتمنده هیواد باچا دي او له سرو زرو او سپینو زرو سره ډېره مینه لري او په هر څه کې ترې استفاده کوي، هغه له ماشومتوب نه د سرو زرو په لوښو کې خوراک کوي د هغه په جامو کې هم تر ډېره پورې له سرو زرو او سپینو زرو نه استفاده شوي.
دا هیواد همدارنګه یو د نړۍ ستر د باچا محل لري چې «د نور ایمان استوګنه» نوم لري او د رسمي باچا د استوګنې ځای دي.
دا قصر د برونئی مرکز په جنوب(بندر سری بګاوان) کې واقع دي او ۱۷۸۸ کوټې او د ۱۱۰ ګاډو لپاره پارکینګ لري. په دې قصر کې ۶۵۰ بورډونه نصب دي چې که چرې یو کتونکې دا ټولې کوټې کتل غواړې او د هر یو لپاره یواځې ۳۰ ثانیه وخت ورکړي نو ټولې کوټې کتلو لپاره تقریباْ ۲۴ ګېنټې وخت ته اړتیا لري. همدارنګه د برونئی باچا محل یو جهيل هم لري چې په لسګونو ډالفن په کې ساتلې شوي.
د عربستان باچا په ۱۴ اسفند باندې پر عیشه تعطیلات تېرولو لپاره جزیره بالی اندونیزیا ته سره د یو زر او ۵۰۰ شهزاده ګانو یو څو ګېنټو لپاره له جاکارتا څخه د برونئی دارالسلام ته روان شو.
ملک سلمان د دغه هیواد باچا سره لید نه ورستو د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکو ته پیاوړتیا ورکولو لپاره یو غونډه کې ګډون وکړو. په دې کتنه کې د سعودي باچا د اقتصادي، هنري، علمي، کلتوري، ځوانان، ورزشي او تجارتي پروګرامونو کې سره د مرستې توافق نامه لاسلیک کړه چې دا ټول د موجود کسانو له نظره د عربستان په منځنۍ ختیځ کې د سیاستونو او د آل سعود په نورو هیوادونو کې ناکامۍ نښه ده.
http://iqna.ir/fa/news/3580779