IQNA

نور؛ د ویتنام شمال کې یواځې جومات + انځور

15:51 - August 09, 2017
د خبر لمبر: 3480624
نړیواله ډله: نور جومات د ویتنام شمال «هانوی» ښار کې یواځې یو جومات دی چې ویتنامی او غیر ویتنامی مسلمانان په کې عبادت ترسره کوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Vietnam.net خبرونو ویبپاڼه نه په نقل، دا جومات په کال ۱۸۹۰ کې د یو هندی مسلمان چې ویتنام ته تجارت لپاره تلې وو جوړ کړې دي.

دا جومات په اسلامی طریقه باندې چې ټولې نړۍ کې او په تېره بیا هند کې لیدلې کېږي جوړ شوې دي او یو ګنبد، اوچتې دروازې منارې او په ښکلې سپین رنګ کې جوړ دي.

دا جومات سیل کوونکو لپاره ډېر جذابیت لري او راغلې مېلمانه سره د اسلامی جوړښت سره سره د اسلامی کلتور نه هم په دې جومات کې وینې.

په تېر وخت کې د ویتنام مسلمانان د قرآن کریم غیر رسمي ژباړه چې په انګلیسې ژبه کې ژباړه شوې وه، نه استفاده کوله، خو ولی اوس د قرآن کریم ویتنامی نسخه د دینی کتابونو خپروونکې ناشر له اړخه خپره شوې او هغې نه اوس استفاده کېږي.

له ۷۰ زرو نه زیات مسلمانان په ویتنام کې ژوند کوې چې خپل عبادتي اعمال په ۸۹ جوماتونو او عبادتي ځایونو کې ترسره کوې.


captcha