IQNA

د قرآن دبی جایزه اسلامی شخصیت معرفي  شو

1:33 - June 08, 2018
د خبر لمبر: 3481247
نړیواله ډله: د اسلامی نړۍ له قاریانو، جومات امام او د نبوی جومات خطیب علی عبدالرحمن حذیفی د اسلامی شخصیت په توګه د دبی قرآن نړیواله جایزې په ۲۲ دوره کښې معرفي شو.

د ایکنا راپور له مخې، د الامارات الیوم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دبی قرآن نړیواله جایزې ۲۲ دورې  پیل کوونکې کمېټه مشر او په انساني او کلتوری چارو کښې د دبی د حاکم مرستیال ابراهیم محمد بوملحه، په یو خبرې ټولنه کښې د خبریالو په شتون سره وویل: د مسجد النبی صلی الله علیه و آله امام، علی عبدالرحمن حذیفی د دبی قران نړیواله جایزه ۲۲ دورې اسلامی شخصیت ټاکلې شوي.
هغه وویل: شیخ علی حذیفی له څو کالو رسې خطیب او په مسجد النبی صلی الله علیه و آله کښې د مسلمانانو په لمونځ کښې امامتي کوي، هغه د الزهراء پوهنتون نه ډاکټر سند ترلاسه کړي او د دینی علمونو په بېلابېلو برخو کښې لکه د قرآن کریم قرائت د مدینه منوره په اسلامی پوهنتون کښې تدریس کوي.
بوملحه څرګنده کړه: د مدینه منوره قرآن د علمي څېړنو کمېټه مشرانو او د قرآن کریم ترتیل ضبط کولو باندې څارنه کوونکې کمېټې او په مدینه کښې د ملک فهد قرآن کریم چاپ او نشر ټولنې او دارنګه نور منصب د مسجد النبی صلی الله علیه و آله د امام سره خاص دی او د ټول قرآن کریم یوه دوره د شیخ حذیفي په غږ کښې ضبط شوي ده.
یادښتونه: د دبی جایزه قرآن کریم نړیواله مقابلو ۲۲ دوره دې کال د نړۍ له ۱۰۴ هیوادونو قرآنی حافظانو شتون سره پیل شوه او د مقابلو په اصلی برخه کښې چې د رمضان په اوومه د دبی صنعت او تجارت په سالون کښې شورو شوې وو د دې میاشتې تر شلم یی ادامه لرله.
دا مقابلې د قرآن کریم حفظ په برخه کښې پيل شوې او د جمهوری اسلامی ایران له اړخه په دې مقابلو کښې د ټول قرآن کریم حافظ محمد رضا زاهدی ګډون کړي وو.
http://iqna.ir/fa/news/3719609
captcha