IQNA

 د عاشورا د پيښې لمانځل

1:44 - September 11, 2018
د خبر لمبر: 3481511
آیا د عاشورا پيښه یوه تاريخي پيښه وه  چې وخت يې تير شوے دے، ترخه يا خوږه هر  څه چې وه تيره شوه. اوس چې  څوارلس سوه کاله يې تيريږي ولې يې ياد تازه کړو او دهغه د درنښت لپاره مراسم جوړکړو.؟
دې پوښتنې په ځواب کې  ويلے شو د يوې ټولنې تيرې پيښې د هغه ټولنې په برخليک او راتلونکي لويې اغيزې لرلے شي . که څه هم تاريخي پيښي عينا نه تکراريږي خو په ټولن پيژندې کې ثابته شوې ده چې د پيښو تر مينځ ډير ګډ اړخونه شته . له دې امله له تيرو پيښو د راتلونکو پيښو سره دمقابلې لپاره ګټه پورته کړو لکه څنګه چې قران مجيد د پيغمبرانو او د تيرو قومونو د کيسو له بيانولو وروسته فرمايي :
لقد کان  في قصصهم عبرة لاولي الالباب[1]
د تيرو  خلکو په کيسو او داستانونو کې د عقل او پوهې دخاوندانو  لپاره عبرت دے .
يعنې د تيرو خلکو  پيښې وڅيړئ  چې پوه شئ چې د هغوي  په کار کې کوم پياوړي ټکي  دي او تاسو هم له هغو کار واخلئ . او د هغوي کمزورۍ هم ووينئ او دهغو له تکرارولو ډډه وکړئ د هغو خاطرو بيا يادول په حقيقت کې د هغوي يو ډلو بيا رغاونه ده چې خلک له هغو  استفاده  وکړي . که يوه تاريخي پيښې برکت او ښه اثار لرل د هغه يادول او  رغاونه هم ځينې برکتونه لرلې شي.
له دې ورتير په ټولو ټولنوکې دود ده چې خپلې ځينې تيرې پيښې يادوي د هغو درنښت کوي او  لويوي يې  که هغه پيښې د داسې کسانو وي چې د خپلې  ټولنې په ترقۍ کې اغيزمن وو . لکه د پوهانو او مخترعينو ، او که د داسې کسانو وي چې په سياسي او ټولنيز اړخ کې يې د ولس په ژغورنه کې رول لوبولے دے او اتلان وو . د نړۍ ټول عاقلان د دغه ډول شخصيتونو لپاره د درنښت دستورې کوي دا چاره د انسان په يوې سپيڅلې غوښتنې چې ورته د :حق شناسۍ احساس : وايي ولاړه ده .  له دې امله ټول انسان د خپل فطرت مطابق غواړي د هغو کسانو چې دوي ته يې خدمت کړے  مننه وکړي او حق يې ادا کړي . هغوي ياد وساتي او درنښت يې وکړي.
له  دې ورتير که د دغو خاطرو ياد د ټولنې په نيکمرغۍ کې اغيز من و ي  کيدے شي د هغوي د بيان په وخت کې يو بل اغيزمن عامل وګرځي . په دې بڼه کې ته وا په خپله هغه پيښه ژوندۍ کيږي . له دې  امله چې دعاشور حادثه په تاريخ کې لويه پيښه وه او د انسانانو په نيکمرغۍ او دهغوي د لارې په روښانولو کې يې  ستر رول لوبولے دے دا پيښه زمونږ په نظر کې ډير قيمتي ده له دې امله دهغه يادول او ژوندي کول او لمانځل يې  سبب کيږي چې دهغې له اثارو او برکاتو  په ټولنه کې  کار واخلو لکه څرنګه چې پخپله دغه پيښې  د هغه وخت په ټولنه کې حيرانوونکے اثر درلود د هغه يادول او ژوندي کول هم کولے شي له هغه سره متناسب اثار ولري .
ولې د عاشورا په نمانځنه کې په بحث او خبرو اتر بسنه نه کيږي ؟
د عاشورا د ياد ژوندي ساتل يوازې په ژړلو ، وير ، سينه زنۍ  د تورو جامو په اغوستلو او دکار او  روزګار په بندولو  پورې منحصر نه دي . په تيره بيا هغو اقتصادي تاوانونو ته په پام سره چې دغه چارې يې لري .  دا پيښه په دې ډول ژوندۍ کولے شو چې کم اقتصادي او اجمتاعي تاوانونه ولري . له دې امله چې  د ډيرو خلکو روحيه له اقتصادي ګټو سره  غږمله ده او هغوي  چارې زياتره د هغې د مادي ګټو او تاوانوو په تله تلي ممکنه ده ځينې کسان چې لا يې دينې تربيت بشپړ شوے نه دے  ګمان وکړي چې د دغه ډول چارو تر سره کول د توليد د کميدو او د وخت د ضايع کيدو سبب کيږي  او ډير اقتصادي تاوانونه لري . او د محرم او صفر په دوو مياشتو کې ټولنه په اجتماعي او  اقتصادي فعاليتونوکې له يو ډول تمتيا سره مخامخ کيږي  . حال داچې د عاشورا د پيښـې د درنښت لپاره نوري  لارې هم شته لکه د  بحث او څيړنې د غونډو تر سره کول خبرې اترې  سيمنارونه او ګردي ميزونه .
له دې امله وروسته له دې چې ومو منله د عاشورا دياد  ژوندي ساتل عاقلانه او ګټه ور دي . او په ټولنه کې ښه اثار لري پوښتنه دا ده چې ولې بايد دا پيښه دې ډول تر سره شي ؟  ايا دا چاره د نړۍ په نورو ولسونو کې  کومه مخينه لري؟
بې له شکه د سيد الشهداء د شخصيت په هکله بحث ګردي ميزونه کانفرنسونه او سيمنيارونه  د مقالو او مطالبو ليکل او د علمي تحقيقاتو او کلتوري چارو تر سره کول ډير ګټه ور او ضروري دي خو دا فعاليتونه او اقدامات کافي نه دي . د هغو په څنګ کې عزاداري هم ضروري ده . د دې چارې د وضاحت لپاره انسان ته يو   نفسياتي او د اروا پوهنې نظر کوو  چې ووينو هغه عوامل چې دهغه په شعوري کړو کې اغيزمن دي يوازي د شناخت او معرفت عوامل دي يا نور عوامل هم د هغه د ټولنيزو کړو  په بڼه خپلولو کې اغيزه لري .
د انسان په چلند او کړو کې په دقت سره په دې پوهيږو چې د انسان په   کړو او عمل کې دوه ډول عوامل اساسي رول لري . لومړي عوامل شناختي او د پيژندنې لاملونه دي چې ددې سبب کيږي انسان يو مطلب له مختلفو مقولو په تجربي عقلي او داسې نورو  استدلالونو سره  درک کړي او په هغه پوه شي او وې مني . پيژندل بې له شکه د انسان په کړو کې ډير رول لري .      خو يوازينے اغيزمن لامل نه دے  نور عوامل  هم شته چې ښايي زمونږ په کړو کې يې تاثير تر شناخته زيات وي . دغو عواملو ته په کلي ډول انګيزې يا محرکونه  ، احساسات، ګروهنې جذبې غريزې او عواطف وايي . دا داسې باطنې او نفسياتي عوامل دي چې زمونږ په کړو کې اغيز من دي د يو کس د کړو په تحليل سره که دهغه د فردي ژوند شننه وي که کورنۍ ټولنيزه او سياسي  په دې حقيقت رسيږو چې چې هغو ي د جوړيدو اصلي عامل همدا تحريکوونکي او پارونکي عوامل دي .
استاد شهيد مطهري په دې باره کې يوه تشبيه لري  هغه د انسان کړه يو ګاډي ته ورته ګڼي يو  ګاډے د تګ لپاره دوو لاملونو ته ضرورت لري يو عامل چې په ځان کې مکانيکي انرجي توليدوي چې ګاډے دهغه په مرسته حرکت وکړے شي . له مکانيکي انرژۍ ورتير ګاډے بايد لايټ يا څراغ هم ولري چې لاره ورته وښيي او ګاډے په کندو  کپرو کې ونه لويږي  که په تياره ځاي کې ګاډے ښۀ انرجي ولري خو د تللو لپاره لاره نه ښکاري کيدے شي سورلۍ له ډير لوي خطر سره مخامخ شي . کيدے شي اکسيډنټ وشي چې ډرايور او سپرلۍ پکې مړې شي . نو ګاډے بايد پر تيلو او چليدو پر انرجۍ سربيره څراغ هم ولري چې مونږ ته لاره وښيي ١  همدا راز د انسان شعوري فعاليتونه دوه ډول عواملو ته اړتيا لري لومړے عامل بايد په انسان کې دننه وي چې هغه تحريک  کړي  دغه عامل ته د ولولې جذبې شوق او داسې نور نمونه ورکولے شي . بل شناختي  عامل دے چې په هغه سره انسان پوهيږي چې په کوم دليل دغه کار کوي  او دغه کار بايد څرنګه وشي او انجام يې څه فايده لري .
نو بايد شناختي عوامل په ځيرتيا سره وڅيړل شي . او د هر يو کار د کولو لپاره له هغه سره د متناسبو  منابعو لازم شناخت او ضروري پيژندنه حاصله شي . خو بايد پوه شو  چې يوازې پيژندنه کافي نه ده .  چې انسان په حرکت کې راولي . يو بل نفسياتي عامل ته اړتيا لري. چې يو کس يو کار ته وهڅوي .  دغه ډول عوامل    چې نفسياتي محرک ورته ويل کيږي لکه څنګه چې  مخکې ورته اشاره وشوه نور نومونه هم لري لکه  احساسات جذبه  او عواطف  . دا عوامل په ګډه په انسان کې ديو کار لپاره حرکت او انګيزه پيدا کوي . د يو کار د کولو  مينه پنځوي  او شور او    جذبه پيدا کوي. تر  کومه چې دغه عوامل نه وي  کار نه کيږي    حتي که  انسان ته يقين وي چې پلانکي خواړه د هغه د بدن لپاره ګټه ور دي . تر څو  چې وږے نه شي يا دغه خوراک ته پکې اشتها پيدا  نه کړے شي ، هغه خواړه نه خوري که د يو کس  خوا بنده وي يا په  داسې ناروغۍ اخته وي چې اشتها يې نه پيدا کيږي  که هغه ته هر څومره ووايې چې  دا خواړه ستا لپاره ګټه ور دي هغه يې خوړو ته زړه نه پيدا کوي. نو  له  پوهې ورتير بايد په انسان کې دننه يوه  انګيزه او ګروهنه هم وي . سياسي او ټولنيزې چارې هم دا حکم لري . که يو انسان ته هر څومره پته وي چې دغه اجمتاعي کار ښۀ دے  خو تر څو چې جذبه ونه لري  هغه کار نه کوي.
اوس نو ، وروسته له دې چې ومو منله د انساني کړو او  شعوري حرکت لپاره دوه عامله يعنې شناخت او   محرک ضروري دے او وروسته له دې چې پوه شو د سيد الشهداء حرکت د انسانانو په نيکمرغۍ کې  څومره رول درلود پوهيږو چې دا پيژندنه  په يوازې سر په مونږ کې دحرکت سبب نه کيږي  د دغو خاطرو او پيښو يادول او ورباندې پوهيدل هغه وخت مونږ  د ا مام خميني په شان د يو  کار کولو ته هڅوي چې په مونږ کې هم يوه انګيزه او محرک  ر اشي او دهغه په اساس مونږ هم وغواړو چې دغه ډول کار وکړو . يوازې پيژندنه او پوهنه دغه  ګروهنه نه پيدا کوي . بلکه بايد زمونږ احساسات هم  وپارول شي او عواطـف مو وبلګل شي . چې موږ هم وغواړو د هغوي په شان يو کار وکړو . نو  په دې اساس د  دغه ډول کار کول دوو عواملو ته اړتيا لري . چې غونډې بحثونه او سيمنارونه د هغه  اوله برخه تامينولے شي  يعنې مونږ ته ضروري پوهه او شناخت راکولے شي . خو د احساساتو او جذ باتو د  پياوړتيا لپاره بل عامل ته هم ضرورت لرو . البته پخپله د يوې پيښې پيژندل مطالعه او يادونه دغه رول لوبولے شي   خو اساسي رول هغه عوامل لوبوي چې د احساساتو او عواطفو په پارولو نيغ په نيغه اغيز ولري.
کله چې يوه صحنه دوباه انځور کيږي او انسان يې له نزدې ويني دا مشاهده له هغه وخت سره  چې انسان واوري چې داسې پيښه شوې ده . يا داچې يوازې خبر شي  چې داسې پيښه شوې ده . ډير فرق لري . څوک چې دا  ټکے په ژوند کې تجربه کړي او پوه شي ديوې پيښې له کيدو خبريدل هيڅکله د هغې پيښې د ليدو  تر حده د انسان په ژوند  کې اغيزه نه کوي .  د محرومانو له احوالو  او د يتيمو او ناروغو کسانو  له حالته خبريدل د هغوي د ليدلو په شان د انسان په روح کې اثر نه کوي . هر يو کس په خپل ژوند کې په دې ټکې پوهيدلے شي لکه څنګه چې دينې سرچينې هم د دې خبرې تاييد دے .
کله چې خداي تعالي حضرت موسي د عبادت لپاره طور غره ته وبله  خلکو ته وويل شول چې دے به يوه  مياشته هلته  وي . خو د خداي اراده دا وه چې حضرت موسي څلويښت ورځې هلته پاتې شي .  ( و واعدنا موسي ثلاثين ليلة و اتممنا ها  بعشر [1]
خلک له هغو لسو ورځو ناخبره وو او دا د بني اسراييلو د قوم لپاره يو ازميښت و چې څرګنده شي . هغوي په خپل ايمان کې تر کومه  حده کلک دي . کل چې ديرش ورځې ختمې شوې . بني اسراييل هارون ته چې د موسي ځاي ناستے و ورغلل او وې پوښتل .
ورور دې ولې رانغے  . هارون وويل مونږ هم په تمه يو . ډير زر به راشي . بله ورځ هم موسي رانغے  بيا يې وپوښتل چې موسي ولې رانغے ؟ او ويې ويل د هغه له ځنډه معلوميږي چې هغه مونږ هير کړي يو او تللے دے  سامري دا فرصت غنيمت وګاڼه او يوه سخوندر يې جوړ کړ او خلک يې دهغه عبادت ته وبلل .
هذا الهکم  اواله موسی [2]
دا ستاسو او د موسي خداي دے
ډير بني اسراييل د  سخوندر په وړاندې په سجده پريوتل او دهغه عبادت يې پيل کړ. خداي تعالي په طور کې موسي ته وحي وکړه چې ستا په قوم کې داسې کيسه پيښه شوې ده . او په دغو لسو ورځو کې خلکو د سخوندر عبادت پيل کړے دے . موسي واوريدل خو غبرګون يې ونښود . لس ورځې تيرې شوې او له څلويښتو ورځو وروسته يې هغه اسماني تختې چې په هغه نازلې شوې وې خلکو ته راوړې چې هغوي  د الهي احکامو اطاعت او په شريعت عمل کولو ته وبلي خو وې ليدل چې خلک د سخوندر عبادت کوي . حضرت موسي د دغه کار په ليدلو ډير غوسه شو . په دې ډول چې تختې يې ليرې ګوذار کړې 
و القي الالواح  و اخذ  براس اخيه يجره اليه [3]
خپل ورور هارون ته ورغے  او  هغه يې په غوسې سره ځانته راکاږه او پوښتنه يې ترې وکړه . چې ولې دې پريښودل  چې  خلک ګمراه شي .  ( افعصيت امري [4]دلته ده  چې  د اوريدو او ليدو تر مينځ فرق معلوميږي  خداي تعالي موسي ته د هغه د قوم د سخوندر پرستې خبر روکړے و او حضرت موسي په دې کې هيڅ شک نه درلود  ځکه چې خبر د خداي له لوري و او کله چې موسي دغه خبر واوريد نو د ومره غوسه نه شو  خو کله چې ستون شو او په خپلو سترګو يې وليدل چې خلک د سخوند ر عبادت کوي نو  په قهر شو او وې نه زغمے شوه او ورور ته ورغے او په هغه يې اعتراض وکړ.[5]
خداي تعالي انسان داسې پيدا کړے دے چې کله يو څيز وويني يا يوه منظره يې تر سترګو شي دومره اثر ورځني اخلي چې هيڅکله خبرې او اوريدنې پرې دومره اغيزه نه کوي . په دوديزو چوکاټونو او يا په نورو شکلونو لکه نمايش او ډرامي کې ديوې پيښې جوړول دومره اثر لري چې اوريدل او خبرې هغومره اغيز نه شي لرلے  د دغه خبرې بيلګه د امام حسين منونکو او ويرجنو په ځلونو تجربه کړې ده . کله چې مرثيه لوستونکي په  مجلسونو کې نوحه او ويرنه وايي په تيره بيا که غږ يې هم ښه وي . او د کربلا کيسه خوندوره بيان کړي ، بې اختياره اوښکې په اننګو روانيږي دا طريقه دخلکو د احساساتو په پارولو کې دومره اغيزه لري چې  ديو کتاب لوستل او ورځينې خبريدل يې نه لري . په دغو توضيحاتو سره څرګنديږي چې موم پر دې سربېره چې پوه شو. چې ولې امام حسين  پاڅون وکړ او ولې شهيد شو . بايد دا چاره په دا ډول بيا ورغول ا و انځور شي چې زمونږ احساسات او جذبات وپاروي هر څومره چې دغه ا نځورونه زمونږ د احساساتو په پارولو کې ا غيزمنه وي د عاشورا پيښه به زمونږ په ژوند زيات اثر ولري .نو يوازې عالمانه بحثونه او جاجونه  د عزادارۍ  رول نه شي لوبولے بايد داسې صحنې په ټولنه کې پيدا کړے شي چې دخلکو احساسات وپاروي  همدومره چې کله خلک سهار له کوره وځي او وينې چې په ښار کې تور بيرغونه لګيدلي دي دا بدلون  په زړه کې ولوله  پيدا کوي که څه هم خلکو ته پته وي چې سبا محرم دے خو يوازې دغه علم دهغوي په زړه دومره اثر نه کوي څومره يې چې د تورو پردو ليدل کوي . همدا راز په هيجان اوجذبې سره د عزادارۍ دستې جوړول او سينه وهل داسې اغيزې لري چې بل څه يې نه شي لرلے .
دا چاره د امام خميني په غورځنګ کې هم  ډيره ښه مشاهده کيدله  د غورځنک په زمانه کې دا د سيد الشهداء نوم او په محرم اوصفر کي د امام حسين (ع) عزاداري وه چې خلک يې په حرکت کې راوستل هر هغه کار چې د خلکو جذبات او احساسات وپاروي د هغوي په عمل او کړو کې اغيزمن کيدلے شي . په دې اساس بايد داسې کار وکړے شي چې د خلو جذبات او عو اطف په حرکت کې راشي  . امام خميني رحمت الله عليه په ځلونو  فرمايلي . ( هغه څه چې لرو يې له محرم او صفره يې لرو)[6]دوي ټينګار کاوه چې د امام حسين (ع) عزاداري په هماغه دوديزه روده تر سره شي[7]تيرو ديارلسو پيړيو تاريخ ته کتنه ښيي چې دغه چارې د خلکو  د ديني  جذباتو او احساساتو  په پارولو کې ډير رول لوبوي . همداراز ويلے شو چې د امام خميني (رح) دغورځنګ او د جنګ د وخت کاميابۍ د عاشورا د ورځو د ولولې ا و هيجان او امام حسين ( ع ) د نوم په برکت  لاسته راغلي دي . او که ووايو چې په هيڅ يو مکتب او دين کې داسې هڅوونکے عامل نيشته نو لويه خبره بۀ مو نه وي کړي
ارواښاد غني خان څومره ښۀ وائي:
سر دې وركړو لكه نر ښتيا زوے وې د حېدر  
    
دښائست او ستا د تورې نه ثانى نه برابر  
 
ځکه زۀ  وهم سينه اے حسُېنه! راشه   
 
  هر قدم شو كربلا اے حُسېنه! راشه   
 
  هغه وخت يزيد ؤ يو اوس خو په زرګونو دى  
 
هغه يو كوترے شمر اوس په قطارونو دى   
 
 ځكه وائى ذره ذره تا ته په ژړا ژړا    
 
  هر قدم شو كربلا اے حسُېنه! راشه  
 
  كُل دې د نيكۀ اُمت خـوار او ذليل شوے دے  
 
 سر په خندا نه وركئ چل ترې نه هېر شوے دے 
 
راشه د مستانو شاه سر وركول وښيه  
  
وكړه نامردانو ته نوې د مردۍ قيصه 
 
 هر قدم شو كربلا اے حُسېنه! راشه      
                                                                  (رهبر اخبار كليز نمبر 1959 كال)


captcha