IQNA

ننګرهار کښې په شویو دریو چاودنو کښې شپږ تنه مړه او ژوبل شول

0:58 - September 12, 2018
د خبر لمبر: 3481515
نړیواله ډله: د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کښې درې پرله پسې چاودنو یو ماشوم وواژه او پنځه ملکې وګړې یې ټپيان کړل.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، له جلال آباده زمونږ د خبریال د معلوماتو له مخې لومړۍ چاودنه سهار خواوشاه اوه بجې هغه مهال وشوه جې د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه کې د بی بی حوا د نجونو لیسی ودانۍ ته په موټر کې سپرو ناپيژاندو لاسې بم ورګوزار کړ. دویمه چاودنه نیم ساعت وروسته د بهسودو ولسوالۍ د ملکه حمیرا د نجونو لیسې مخې ته او دریمه هم تر هغې لږه شیبه وروسته په همدې ځای کې وشوه. همدارنګه پولیسو د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د نجم الجهاد د هلکانو په لیسه کې ایښودل شوی ماین له چاودنې وړاندې کشف او خنثی کړ.
د ننکرهار د والې ویاند عطاا... خوګیانی وایې په دې چاودنو کې یو ماشوم وژل شوی او پنځه ملکې وګړې ژوبل شوي دې.
تر اوسه ددولت کومی مخالفې ‌‌‌‌‌‌ډلې د دې چاودنو پړه پر غاړه نده اخیستې خو د اوړي د درې میاشتنیو رخصتیږ وړاندې چې خواوشاه پنځه ورځې مخکښې پاې ته ورسیدې، داعش وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د ننګرهار ولایت ګڼو  ښوونځيو او مسلکي ادارو ته ګواښ کړی و چې بریدونه به پرې وکړې.
د نن ورځې چاودنې د کورنیو د اندیښنې وړ ګرځيدلې او خپل اولادونه یې له ښونځيو کورونو ته بیولې ‌‌دي. ‌زیاتره کورنۍ په دې باور دي ترڅو چې د ښوونځيو امنیت خوندي نه شې خپل اولادونه به ښوونځيو ته ونه لیږې.
خو د پوهنې ریاست چارواکی وایې دوې نه شې کولاې په دې ولایت کې موجودو نهه سوه ښوونځيو ته پولیس و ګمارې.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i76380
captcha