د ایکنا راپور له مخې، له هند نه، د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله او د امام جعفر صادق علیه السلام د جشن لمانځل، تېره ورځ ۴ آذر (۲۵ نوومبر) په ۱۷ ربیع الاول باندې د اهل بیت علیهم السلام مینه والو او مسلمانانو په شتون کښې د هندوستان په جوماتونو او امام باړو کښې پيل شو.
د جوماتونو او امام باړو سینګار او څراغ کولو د مسلمانانو له اړخه د یووالي اونۍ او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د زوکړې ورځ لمانځلو په فعالیتونو کښې شمېرل کېږي. دا جشن د هندوستان په دهلی نو، امروهه، مظفرنگر، لکهنو، میرود، علی ګړ، کشمیر، کارګل او بمبئی کښې پیل کېږي.
د تقریرونو مراسم د مذهبی تقریر کوونکو او د دینی کارپوهو شتون سره د پیغمبر صلی الله علیه و آله او د امام جعفر صادق علیه السلام په اړه د عمومي افکارو روښانه کولو، فضایل بیانولو، مناقب، سیرت او شخصیت او په اسلامی نړۍ کښې د یووالی رول د دغه فعالیتونو څخه دی چې د یووالی اونۍ په مناسبت سره په تېرو ورځو کښې پیل شو.