IQNA

امریکا د عراق له بصرې ښار تښته یاد کړی

21:25 - November 30, 2018
د خبر لمبر: 3481722
نړیواله ډله: امریکا دعراق د نیواکګرۍ او د بیخ بنایانو دتباه کولو په دلیل باید د عراق خلکو ته ګرمه ورکړي .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، ایرنا خبری اژانس وایی په ۲۰۰۳ میلادی کال کښې د عراق د نیواک د لګښت د اخیستلو لپاره د امریکا له غوښتنې وروسته د عراق د «نجبا »مقاومت ډلې مشر اکرم الکعبی د ګرمې د ورکولو او د امریکا دعسکرو د بیا ذلیل کولو لپاره ددغه ډلې په چمتووالی ټینګار وکړ .هغه دامنیتی ګواښ په پلمه دعراق له بصرې ښار  څخه د امریکا د کنسولګرۍ د غړیو تښتیدا او  د کنسولګرۍ چټی کیدا ته په اشارې سره وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ له توهم سره مخ نشی چې  هغه له ال سعود حکومت سره مخ دی ځکه چې عراق د ځان لپاره کرامت ته قائل دی .
د عراق ولسی ځواک الحشد الشعبی ته نږدې د الفتح فراکسیون غړی «حنین قدو» له بغداد څخه د نیواکګرۍ د لګښت دترلاسه کولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې مردودې وبللې او ویې ویل دغه غیرمنطقی څرګندونې په داسې حال کښې دی چې دعراق خلکو له امریکا نه وو غوښتلی چې ددوې هیواد ونیسی .
هغه دې ته په اشارې سره چې دعراق ټول سیاسی ګوندونه دامریکا دغه غوښتنه په پریکنده توګه ردوی وویل امریکا دعراق د نیواکګرۍ او د بیخ بنایانو دتباه کولو په دلیل باید د عراق خلکو ته ګرمه ورکړی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې په یو لړ څرګندونو کښې دعراق له حکومته غوښتی وو په ۲۰۰۳ میلادی کال کښې ددغه هیواد د نیواک او تر ۲۰۱۱میلادی کال پورې د امریکا دعسکرو دشتون لګښت ورکړی .http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i78545

نړیواله ډله: 
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، 

captcha