IQNA

د اوربند اعلان لپاره د طالبانو شرط، د موقت حکومت رهبرې

21:16 - December 23, 2018
د خبر لمبر: 3481795
نړیواله ډله: د طالبانو ترهګرې ډلې د امریکا له اړخه په افغانستان کښې د اوربند په غوښتنه د دغه ډلې په څارنه کښې د موقت حکومت جوړولو شرط سره دا مطرح کړې دې.
د ایکنا راپور له مخې، د آریانانیوز ویبپاڼې نه په نقل، افغانستان، د افغانستان د سولې په چارو کښې د امریکې ځانګړې غړې زلمی خلیلزاد د ابوظبي په ناسته کښې له طالبانو ترهګرو ډلو غړو نه غوښتنه وکړه چې د افغانستان له حکومت سره تر شپږ میاشتو اوربند وکړي او د افغانستان په نوې حکومت کښې ګډ شي، داسې ښکارې چې د خلیل زاد اصل هدف له نوې حکومت، موقته حکومت دی.
په دې حال کښې، د طالبانو غړو د دغه ډلې د بندیوانو ازادۍ، د بندیزونو لرې کول او د امریکا له نړیواله سازمان له تور لیسټ نه د طالبانو د ډلې مشرانو نوم ویستلو غوښتنه کړي، هغې ټینګار کړې چې د افغانستان حکومت سره یواځې تر یوې میاشتې اوربند اعلان کولو سره موافق دی.
همدارنګه طالبانو څرګنده کړې ده د عربستان، امارات متحده عربی او پاکستان ضمانت سره او د افغانستان راروان حکومت (موقت حکومت) د دغه ډلې له اړخه د خوښ شوې کس په څارنه کښې د شپږو میاشتو د اوربند اعلان کوي.
وایئ، د افغانستان د سولې په چارو کښې د امریکا ځانګړې غړې د عربستان، امارات متحده عربي او پاکستان او د طالبانو د سیاسي غړو په شتون کښې سره په ابوظبۍ کښې کتنه کړې.
د طالبانو ډلې اعلان کړې چې د پاکستان، عربستان او امارات متحده د غړو سره په ابوظبۍ کښې د خبرو محور، د اشغالګرو ځواکونو وتل، د امریکا له ظلمه مخنیوی، د افغانستان بیا روغول او د دغه هیواد امنیت دی.
یادښتونه: د جمهوری افغانستان ریاست مذاکرې غونډه تېره ورځ ابوظبۍ ته تلې وه چې د طالبانو غړو سره کتنه او خبرې اترې وکړې، د پاکستان، سعودی عرب، امریکا او امارات متحده عربی هیوادونو غړې هم په دغه کتنه چې تر درې ورځو یی ادامه لرې ګډون کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3773839
captcha