IQNA

له سوريې څخه د امريکائي ځواکونو د وتلو په باره کښې د واشنګټن د چارواکو سرګرداني

22:52 - January 06, 2019
د خبر لمبر: 3481839
نړیواله ډله: د ۲۰۱۸ ميلادي کال د دسمبر په نولسمه نېټه د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا له سوريې څخه د امريکائي ځواکونو د وتلو اعلان  کړی وو.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ۲۰۱۸ ميلادي کال د دسمبر په نولسمه نېټه د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا له سوريې څخه د امريکائي ځواکونو د وتلو د اعلان باوجود د امريکائي چارواکو متناقضه څرګندونې او دريځ نيونې ښودنه کوي چې هغوي له دغې مسئلې او حتی د هغې د عملي کېدو له څه رنګوالي څخه روښانه درک نه لري.په دې لړ کښې ټرمپ چې وړومبې يې د دېرشو ورځو په موده کښې له سوريې څخه د امريکائي فوځيانو په وتلو تاکيد کوۀ، سياسي او فوځي ملاحظاتو ته په پام سره د دغو ځواکونو د وېستلو مهلت يو سل شل ورځې زيات کړ.
خو اوس هم د دغو ځواکونو د وېستلو اړخونه او د عملي کېدو څه رنګوالے معلوم نه دے. په دې اړه اېن بي سي امريکائي ټي وي چېنل د امريکې د حکومتي سرچينو په نقل سره رپوټ ورکړ چې واشنګټن د سوريې له شمالي برخو څخه د خپلو ځواکونو له وېستلو وروسته غواړي خپل يوه برخه فوځيان د دغه هېواد په جنوبي سيمو کښې د يوې نامعلومې مودې لپاره ځاے پرځاے کړي او همدارنګ ټاکل شوې ده له سوريې څخه د امريکې د وېستل شويو ځواکونو يوه برخه عراق ته ولېږل شي.
دا مسئله ښودنه کوي چې له سوريې څخه د امريکائي فوځيانو په کامله توګه وېستلو لپاره د ټرمپ د غوښتنې باوجود د سپينې ماڼۍ امنيتي ټيم په ظاهره هغه په سوريې کښې د امريکائي ځواکونو د يوې برخې د ځاے پرځاے کولو د دوام په اړه راضي کړے دے.
په حقيقت کښې د امريکې لوړرتبه امنيتي چارواکي په تېره بيا د ملي امنيت صلاحکار جان بولټن په سوريې کښې د امريکې د موجودګۍ اهدافو ته په پام سره د ټرمپ له پلان سره مخالف دي.خو ټرمپ د ځواکونو د وېستلو د پلان په عملي کېدو باندې ټينګار کوي.
واشنګټن پوسټ امريکائي ورځپاڼې د جنورۍ په پينځمه نېټه وليکل، ټرمپ له سوريې څخه د امريکائي فوځيانو د وېستلو د ځنډولو لپاره د ملي امنيت د صلاحکار جان بولټڼ او د خارجه وزير مائک پومپئو له ګډ پلان سره مخالفت وکړ.
به دا ډول اوس د سوريې په باره کښې د ټرمپ او سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د ټيم ترمېنځ درز په واضحه توګه ليدل کيږي. د دغو مخالفتونو باوجود ټرمپ خپل محوره شخصيت ته په پام سره د خپلې فېصلې په اجرا کېدو باندې ټينګار کوي.
دا په داسې حال کښې دي چې له سوريې څخه د امريکائي فوځيانو د وتلو مسئله  د ري پبلېکن ګوند  او د ځينو فکري مرکزونو د لوړ رتبه غړيو په شمول د زياترو امريکائي سياستوالانو له منفي ردعمل سره مخامخه شوې ده.
داسې ښکاري چې د ټرمپ حکومت له دې زيات چې له سوريې څخه د ځواکونو پوره او هر اړخيز وتل عملي کړي يوازې يو شمېر ځواکونه به له سوريې څخه عراق ته منتقل کړي او په سوريې کښې د احتمالي فوځي مداخلت لپاره به چمتووالے هم هغه شان باقي وساتي.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i79477
captcha