د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د افغانستان د خوست ولایت په خوست ښار کې نن غرمه په سپین جومات سیمې کې هاله شوې چې دسرحدی پولیسو یو کاروان له سیمی د تیریدو په حال کې ؤ. عینی شاهدان وایی چاودیدونکی توکی په یوه موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی و .دخوست د عامې روغتیا ریس ډاکتر ګل احمد لکڼوال وایی له دې پیښی دوه مړی او پنځه ویشت ټپیان روغتون ته وړل شوی دی . نوموړی وایی وژل شوی دواړه عام کسان دی او و په ټپیانو کې درې سرحدی پولیس او یوویشت ملکی وګړی دی . د خوست والی محمد حلیم فدایی هم د پیښی پښلی کړی خو په دی اړه یی نور جزیات نه دی وړاندی کړی. دخبر تر مخاییره کیدا پورې چا د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستی .تیره ورځ د خوست په څنګلوری ولایت پکتیکا ولایت په جانی خیلو ولسوالۍ کې هم د ماین د چاودنې له امله ۱۶ ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتی وه .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79540