IQNA

د پاکستان وزیراعظم له سیاسي لارې د افغانستان د کړکیچ په هواري ټینګار وکړ

23:34 - January 09, 2019
د خبر لمبر: 3481850
نړیواله ډله: د پاکستان وزیراعظم له سیاسي او خبرواترو له لارې په افغانستان کښې د کړکیچ او نښتو د هواري په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ایرنا د خبر له مخې عمران خان وویل: د اسلام آباد حکومت تل باوري دی چې په افغانستان کښې د کړکیچ او نښتو د ختمولو لپاره هیڅ پوځي لاره نشته.
د پاکستان وزیراعظم د افغانستان د کړکیچ په هواري کښې د خپل هیواد د رول په هکله زیاته کړه: د اسلام آباد حکومت د ګاونډي افغانستان په ملګرتیا سره کوی شي چې طالب ډله د افغانستان له حکومت سره خبرواترو ته تیاره کړي او په دې لړ کښې سیاسي زمینه رامینځته کړي.
عمران خان وویل: پاکستان نور نو د نورو لپاره نه جنګیږي او له دې وروسته هیڅ هیواد مونږ د کرایې د ټوپک په توګه نه شي کارولی، زمونږ بهرني سیاستونه نه دي بدل شوي او د اسلام آباد حکومت د هیواد ملي ګټو ته پوره پام لري.
هغه همداشان له هندوستان سره د پاکستان د اړیکو په هکله هم وویل: خبرې اترې د دواړو هیوادونو د اختلافاتو د هواري یوازنی لاره ده خو نوي ډیلي په دې لړ کښې تراوسه د پاکستان وړاندیزونه رد کړي دي.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i79566
captcha