IQNA

په امارات کښې د پاپ شتون سره د مسیحیانو د دعا مراسم + انځور

10:56 - February 07, 2019
د خبر لمبر: 3481931
نړیواله ډله: الهي ماسخوتن مراسم، د مسیحیانو له اووه مقدس مراسمو نه یو د پاپ فرانسیس د نړۍ د کاتولیکو لارښود په شتون کښې، د امارات پلازمینه ښار په ابوظبۍ کښې پيل شو.
د ایکنا راپور له مخې، د العین خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الهي ماسخوتن مراسم د پاپ فرانسیس په شتون کښې د فارس ختیځ سیمې د ابوظبۍ ښار په زاید لوبغالی کښې پیل شو.
په دغه مراسمو کښې، ۱۴۰ زره ګډون کوونکو له امارت او د نورو هیوادونو مسیحیانو او د اماراتو له بېلابېلو ۹ کلیساو شتون لرلو.
الهي ماسخوتن مراسم دی چې د حضرت مسیح علیه السلام سره د مینې اظهار لپاره پيل کېږي او یو خاص مناسکو سره ترسره کېږي.
دا مراسم داسې حال کښې پیل شو چې د فرانسیس پاپ او احمد الطیب د الازهر شیخ تېره ورځ د «ورورولۍ» تاریخي سند چې دین له هر قسمه تاوتریخوالی او افراطی ګرۍ نه پاک معرفي کوي، لاسلیک کړو.
د نړۍ د کاتولیکو مشر د اتبار په ماښام(۱۴ بهمن) باندې ابوظبۍ ته رسېدلي وو او د هغه نه د استقبال مراسم په رسمي توګه د ابوظبۍ د ولیعهد او د دبی حاکم په شتون کښې ترسره شوې وو.
د الازهر شیخ سره کتنه او په امارات کښې د انساني ورورولۍ نړیواله کنفرانس کښې ګډون د پاپ د دې سفر په پروګرامونو کښې شامل وو، د نړۍ د کاتولیکو لارښود پرون مازدیګر له امارات بېرته ستون شو.
http://iqnanews.ru/fa/news/3787668
captcha