IQNA

ترهګري ګډ ګواښ دی او پر ضد یې باید ګډه مبارزه وشي- عبدالله عبدالله

23:38 - April 09, 2019
د خبر لمبر: 3482077
نړیواله ډله: اجرائیه رییس وایي، ترهګري سیمې او نړۍ ته ګډ ګواښ دی او اړتیا ده، چې پر ضد یې ټول هېوادونه ګډه مبارزه وکړي.
د ایکنا راپور له مخې، د افغان غږ خبرونو آژانس ویبپاڼې نه په نقل، په اردن کې ځینو چارواکو، مدني فعالانو او دیني عالمانو په یوه ناسته کې د ځوانانو تر منځ د بنسټ پالنې د انګېزې له منځه وړلو په تړاو خبرې وکړې.
د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، داعش تر اوسه ماتې نده خوړلې او د بنسټ پالنې د انګېزې د له منځه وړلو لپاره باید ځوانانو ته تحصیلي زمینه برابره شي او پوهاوی یې لوړ شي.
اجرائیه رییس وایي، زیاتره رسنۍ منفي پیغامونه ورکوي او ځوانان؛ ځکه بنسټ پالنې ته مخه کوي، چې د لوست کچه یې ټیټه ده.  
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، چې داعش په عراق او سوریه کې ډېرې ساحې له لاسه ورکړي؛ خو ماته شوې نده؛ تاسې ماته یوه بېلګه راګړئ، چې رسنیو کې یو مثبت دیني پیغام خپور شوی وي. په داسې حال کې، چې د بنسټ پالنې پیغامونه په سلګونه ځله خپاره شوي او همدا پخپله منفي پیغام لري.
دیني عالمان وایی، ترهګرې ډلې د سیاسي موخو په خاطر جوړیږي، او هیڅ مذهبي اړخ نه لري.
د اسلامي مطالعاتو د مرکز اجرائیه رییس احمد ایراوني وایي؛ د توندلاریتوب مفکوره د ټولو مسلمانانو مفکوره نده، بلکې کم شمېر کسان دي، چې مونږ پوهیږو هغوی له کوم ځای راغلي، د دې مسالې تر شا ډېرې خبرې پرتې دي. زیاتره دا ډلې د سیاسي موخو لپاره جوړیږي، چې ور څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
د ناستې ځینې کډونوال  له ترهګرۍ سره مبارزه د ټولو هېوادونو مسوولیت بولي.
مدني مخکښه لطیفه ابن زیاتین وایي؛ د ټولو ګډ مسوولیت دی؛ څه د ورزش په ډګر کې، څه د دولت او څه هم د ښوونځیو په ډګر کې ټول خلک باید هڅې وکړي، چې د بنسټ پالنې انګېزه له ځوانانو واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ترهګرې ډلې اوس هم ځینو هېوادونو ته جدي ګواښ ګڼل کیږي، که څه هم په تېرو څو کلونو کې د دې ډلو پر ضد پراخه مبارزه شوې ده.
https://www.avapress.com/ps/news/182854
captcha