له اسلام آباده د ايرنا د رپوټ له مخې د اسلام آباد،لاهور، کراچۍ، کوئټه، پېښور، حېدرآباد، ګلګت – بلتستان، فېصل آباد، پاړه چنار، کوهاټ او کشمير په شمول د پاکستان په مختلفوسيمو کښې شيعه مسلمانانو په جوماتونو او امامباړو کښې په راغونډېدو سره او همدارنګ د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په کلتوري مرکزونو کښې په جوړ شويو مراسمو کښې په پاکستان کښې مېشته ايرانيانواو پاکستاني سني او شيعه مسلمانانو په ګډون کولو سره دغه نېکمرغه ميلاد ونمانځۀ او د حضرت امام مهدي (ع) د زر تر زره ظهور دعاګانې يې وکړې.
د پاکستان له شيعه مسلمانانو سره سره د دغه هېواد سني مسلمانان هم د شعبان د مياشتې د پينځلسمې شپه د شب برات په نوم سره نمانځي او جشنونه کوي.
مونږ هم په دې مناسبت يو ځل بيا تاسو ټولوقدرمنو دوستانو ته د زړۀ له کومي مبارکي وايوو.