IQNA

د کولمبو د ترهګرو چاودنو عاملان

11:52 - April 27, 2019
د خبر لمبر: 3482120
نړیواله ډله: په کولمبو کښې د تیرې یکشنبې په چاودنو کښې نهو تنو ځانمرګو ترهګرو لاس درلود چې اته تنه یې پیژندل شوي دي او په هغو کښې دوه تنه په بریتانیا او آسټریلیا کښې زده کړه کړې وه.
د ایکنا راپور له مخې، د آریانا نیوز ویبپاڼې نه په نقل، سکای نیوز چینل خبر ورکړی چې د سري لنکا د دفاع وزیر رووان ویجردنی نن وویل: په کولمبو کښې د تیرې یکشنبې په چاودنو کښې نهو تنو ځانمرګو ترهګرو لاس درلود چې اته تنه یې پیژندل شوي دي او په هغو کښې دوه تنه په بریتانیا او آسټریلیا کښې زده کړه کړې وه.
د سري لنکا دفاع وزیر وویل چې د کولمبو د وروستیو چاودنو په تړاو د اتلسو نورو شکمنو کسانو په نیول کیدو سره د نیول شویو ټول شمیر ۵۸ ته ورسید.
د ویلو ده چې د تیر اتوار په ورځ د کولمبو ښار په څو کلیساؤ او هوټلو کښې د ترهګرو چاودنو له امله ۳۵۹ کسان وژل شوي او له ۵۰۰ زیات نور زخمي شوي دي.
داعش ترهګرې ډلې د دغو ترهګرو حملو پړه منلې ده.https://ariananews.co/ps/world
captcha