IQNA

په پاکستان کښې د قرآن او حدیث اپلیکیشن جوړ شو

11:14 - April 28, 2019
د خبر لمبر: 3482123
نړیواله ډله: پاکستانی اپلیکیشن چې یو شرکت جوړ کړې د قرآن کریم ژباړې او تلاوت او متن سره یو شمېر حدیثي سرچینې ژباړه سره وړاندې کړې دې.

د ایکنا راپور له مخې، د فون ودلد نه په نقل، د ITM شرکت چې د آی ټی خدمات وړاندې کوې او پوهاند د اسلامی ښودو او متون د نړۍ د ورځنې ټکنالوژي په قالب کښې وړاندې کولو لپاره روزنې ورکوې.
دا اپلیکیشني شرکت د islam360 عنوان سره د قرآن او حدیث په اړه جوړ شوې او مشران یی وایئ اراده لرې چې د اپلیکیشن په مرستې سره د اسلام نه سم انځور نړیوالو ته وړاندې کړې.
کتونکې کولې شې چې په دې اپلیکشن کښې د قرآن کریم مکمل متن سره د یو شمېر ژباړو لکه اردو او انګلیسې ترلاسه کړې او همدارنګه څو مشهور قاریانو قرائت هم په دغه اپلیکیشن کښې وړاندې کړې او دا د قرآنی لغت او موضوعات لټون کولو قابلیت هم لري.
سره د دې، د اهلسنت اصلی ۷ حدیثي کتابونو متن هم لکه صحیح مسلم، صحیح بخاري، جامع ترمذی، سنن ابوداود، سنن نسائی، سنن ابن ماجه او مسند احمد هم شتون لري.
په دغه ایپلیکیشن کښې، د دوه حدیثي سرچینو«السلسله الصحیحة» او «مشکات المصابیح» په عربی، اردو او انګلیسې هم موجود دې او په دغه احادیثو کښې د موضوع او لغتونو لټون هم شتون لرې.
همدارنګه د ځنې دعاګانو متن چې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله سره منسوب دې هم په دغه اپلیکیشن کښې وړاندې کېږي، همدارنګه د اذان وخت د قبله معلومول هم په دغه اپلیکیشن کښې شتون لري.
http://iqna.ir/fa/news/3806167
captcha