IQNA

د عراقي ځواکونو په عملیاتو کښې ۱۳ داعشي ترهګر هلاک شول

0:21 - May 08, 2019
د خبر لمبر: 3482150
نړیواله ډله: عراقي سرچینو ویلي د الجزیره او صلاح الدین په نامو دوو عملیاتو کښې د داعش ترهګرې ډلې دیارلس ځانمرګي ترهګر هلاک شوي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ ویبپاڼې نه په نقل، د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د الجزیره عملیاتو امنیتي ځواکونو وویل چې په دغو عملیاتو کښې عراقي ځواکونه له دریو سیمو وتوانیدل د داعش ډلې هغه ۱۷ پټنځي چې ځانمرګي جیکټونه، یوشمیر بمونه، اووه ګاډي او لس موټرسایکلونو په کښې موجود وو، وچاودوي.
د عراق امنیتي ځواکونو په صلاح الدین نومې عملیاتو کښې هم د پوځ د جنګي الوتکو په مرستې سره د تکریت لویدیځه سیمه له ترهګرو پاکه کړه او د ترهګرو ۱۱ د ځانمرګو بریدونو جیکټونو او ۱۶ بمونه او یوشمیر توغندي او ارتباطي تجهیزات یې له مینځه یوړل.
عراقي ځواکونو له بلې خوا د نینوا ولایت په موصل ښار کښې د پاتې داعشیانو خلاف یولړ نوي عملیات پلان کړل او د دغې ډلې یو ترهګر یې ژوندی نیولی دی.

captcha