IQNA

ولسمشر د کابل عیدګاه جومات پرانیست

22:45 - May 10, 2019
د خبر لمبر: 3482156
نړیواله ډله: ولسمشر غني نن غرمه د عیدګاه جامع جومات پرانیست او د جمعې لمونځ یې هم په کې ادا کړ. 
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه پښتو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، جمهوررئیس غني د وینا پرمهال ټولو په ځانګړي ډول د کابل ښاریانو ته د عیدګاه تاریخي جومات چې د خپلواکۍ ملي اتل ترې د هیواد ازادي اعلان کړې وه، د پرانیستې مبارکي وویله. جمهوررئیس وویل، د خدای د کور درناوی زموږ د ایمان برخه ده او د اسلامي هیواد په توګه جوماتونو ته توجه سلیقوي او انتخاب نه، بلکې د دولت مسوولیت دی.د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ښاغلي منیب وویل: د افغانستان حکومت د جمهوررئیس په پاملرنه او لارښوونه د امامت درې نیم زره بستونه چې اجیران وو، رسمي ماموریت ته لوړ کړل. له دې سره د امامانو معاشونه له درې نیم او څلور زره څخه تر دولس او پنځلس زره افغانیو پورې لوړ شول.
پخوا د جوماتونو لپاره انکشافي بودجه له یو میلیون ډالرو څخه اضافه نه وه او نه هم هر کال دوامداره وه، مګر جمهوررئیس غني په لومړي ځل دا بودجه لس میلیون ډالرو ته لوړه کړه. پخوا به ویل کېدل چې ډونران د جوماتونو جوړولو ته بودجه نه ورکوي، مګر جمهوررئیس غني په داسې حال کې له داخلي بودجې څخه جوماتونه تمویل، تجهیز او ترمیم کړل چې ډونران تللي او بانکونه خالي وو.
http://talwasa.af/2019/05/10/27148/
captcha