IQNA

د ځنې هندوانو له مسلمانانو سره روژه داري

8:24 - May 12, 2019
د خبر لمبر: 3482163
نړیواله ډله: یو شمېر هندوانو چې د هند پلازمینې دهلي په زندان کښې دې د رمضان المبارک میاشتې په مناسبت سره روژې نیسې.

د ایکنا راپور له مخې، له هند نه، د دهلی د مرکزي زندان ادارې په وینا، په دغه زندان کښې ۱۶ زره او ۶۶۵ کسان بندی دې چې له هغو دوه زره او ۶۵۸ کسان روژه نیسې.
له دغه دوه زره او ۶۵۸ بندیوانو، ۱۱۰ کسان هندوان دې، د دهلی مرکزي زندان چارواکو ویلې دې چې له دغه شمېرې ترمنځه ۳۱ بندیوانې ښځې او ۱۲ ځوانان روژه داران دې.
د زندان چارواکو د بندیوانو د ډوډۍ د وخت خبر ورکولو سره وویل چې دا اقدام له دې لپاره ترسره شوې چې د سهار په وخت او د لمنځونو په وخت کښې هره ورځ، بندیوانو ته په ډوډۍ ورکولو کښې ستونزو سره مخامخ شوې دې.
همدارنګه د زندانیانو په خوراک کښې شربت، میوه او تازه خرما شامل دی او بندیوان کولې شې چې د افطار لپاره له دغه څیزونو نه واخلي. خیریه او مذهبي سازمانونه هم اجازت لرې چې افطار او د لمانځه پروګرام په زندان کښې ترسره کړې، د دغه مراسمو امنیت هم له زندان له اړخه ورکړې کېږي.
یادونه هند یو ملیارد یو ملیارد ۱۲۹ ملیونه ۸۶۶ زره او ۱۵۴ تنه نفوس لرې چې له هغو نه ۱۲٪ یعنې تقریباْ ۱۵۱ ملیونه او ۴۰۲ زره او ۶۵ کسان مسلمانان دی چې ۱۰۰ ملیونه کسان له دغو نه اهل سنت او ۵۰ ملیونه کسان له هغو نه شیعیان دی.
http://iqnanews.ru/fa/news/3810413
captcha