د ایکنا راپور له مخې، عبدالهادی فقهی زاده د اسلامی لارښود او کلتور وزارت قرآن او عترت مرستیال د قرآن کریم نړیواله نندارتون ویشتمې دورې د پرانیستا په مراسم کښې وویل: د پاکستان د کوربه په توګه په دې مراسمو کښې ګډون تجربه لومړي ځل مو ترلاسه کړه هڅه کوو چې په راروان کلونو کښې له نورو هیوادونو په اړه هم دا کړنلارې ته ادامه ورکړو.
هغه دې بیان سره چې د هغو ستونزو چې اسلامی نړۍ ورسره مخامخ ده نه د وتلو لار په قرآن کښې لټولې شو، ادامه ورکړه: ضروري ده چې خپل دردونه او شخړې قرآن کریم ته په ریښتونې توګه وړاندې کړو او له دغه اسماني کتاب نه حل لار واخلو.
فقهي زاده وویل: د اسلامی نړۍ ننني دردونه، د اختلاف او بېلتون دې چې د ټولو اسلامی هیوادونو ترمنځه سره مشترک دی، دا کتاب، د اسلامی نړۍ د یووالی محور او د اسلامی امت د تړون عنصر دی. لټه کوو چې د مسلمانانو هیوادونو سره خبرې اترې وکړو او د دې په رڼا کښې تفاهم ته ورسوو.
http://iqna.ir/fa/news/3811325