IQNA

د هند لومړي جومات چې شیعه اذان ترې خپور کړې وو + انځور

0:25 - May 20, 2019
د خبر لمبر: 3482186
نړیواله ډله: د قلعه ارګ جامع جومات هغه ځای دی چې د هندوستان د وخت حاکم په هغه هیواد کښې تشیع مذهب رسمي مذهب اعلان کړې وو او شیعي اذان لومړي ځل د هند په برصغیر کې له دغه عبادت ځای نه خپور شو.

د ایکنا راپور له مخې، له هند نه، د قلعه ارګ جامع جومات په څلورم پېړۍ کښې او د اصفهانی بهمني سلطنت په لاس، چې د هندوستان په دکن ښار او د هغې هیواد د جنوب په خوا سیمو باندې د مسلمان حاکم کورنۍ څه وو، د کارناتاکا ولایت په بیجاپور تاریخي ښار کښې، چې د هند په جنوب کښې پروت دې، جوړ شوې دې.
یوسف عادل خان ساوجی چې په نړۍ کې تشیع نړیواله کولو غورځنګ(په ایران کښې صفوي سلسله ته اشاره ده) غړې وو، د محمود ګاوان ګیلانی شهادت نه ورستو، د بهمني سلسلې د هند په جنوب کښې وزیراعظم، د عادل شاهي حکومتي سلسله یی په کال ۱۴۹۲ کښې د هندوستان په بیجاپور ښار کښې جوړه کړه.
هغه په ایران کښې د صفوي غورځنګ نږدې اړیکې لرې؛ کله چې شاه اسماعیل په کال ۱۵۰۱ کښې د تشیع مذهب په ایران کښې رسمي مذهب اعلان کړو، یوسف عادل خان ساوجی هم چې د کارناتاکا سیمې حاکم وو هم په دغه کال د بیجاپور د قلعه ارګ په جومات کښې تشیع مذهب د تاریخ په اوږدو کښې په لومړي ځل د هند په برصغیر کښې په رسمي توګه دغه مذهب معرفي کړو.
په دغه جومات کښې لومړي ځل لپاره شیعی اذان په رسمي توګه خپور شو؛ همدارنګه د جمعه لمونځ په خطبه کښې د شیعیانو دولس امامانو نوم ذکر کېدو. دا سنت تر کال ۱۶۸۶ پورې په کارناتاکا ادامه لرله.
د هند لومړي جومات چې شیعه اذان ترې خپور کړې وو + انځور
د بیجاپور ښار یو شمېر زیات ایرانی تاریخي آثار لرې چې باید ایرانی هنرمند یی بیا روغونه وکړې. د دغه ترټولو مشهور تاریخي اثر ګل ګنبد دی چې د نړۍ تر ټولو ستر ګنبد شمېرلې کېږي.
یادښتونه د تشیع تاریخ د هند برصغیر په ځنې سیمو کښې لرغونتوب لرې او سر د شیعي نفوسو شتون د تاریخ په بېلابېلو دورو کښې، شیعه حکومتونه هم په دغه سیمو تېر شوې دې او په هند برصغیر ته د مسلمانانو را تلل د حضرت امام علی علیه السلام د امامت وخت سره سم وو.
د هند لومړي جومات چې شیعه اذان ترې خپور کړې وو + انځور
تشیع په نهمه هجري پېړۍ کښې د ایرانیانو او سیدانو دکن(د جنوبی هند یو ښار) ته مهاجرت نه ورستو په دغه سیمه کښې زیات پرمختګ وکړ، هم دغه وخت چې شیعیانو د دکن محلي حکومتونو کښې سیاسي او ټولنیزه سیاست کښې زیات رول درلود. په ایران کښې هم صفوي پادشاهانو قدرت ترلاسه کړې وو او تشیع یی د ایران رسمي مذهب اعلان کړې وو.
 http://iqna.ir/fa/news/3812425
captcha