IQNA

عربی هیوادونه دې په بحرین کې فلسطیني ضد کنفرانس بایکاټ کړي

23:50 - May 21, 2019
د خبر لمبر: 3482190
نړیواله ډله: د فلسطین حماس غورځنګ په دغې اعلامیې کې همداراز د بحرین د کنفرانس په ترسره کیدا داندیښنې په ښودلو سره عربو هیوادونو ته خبرداری ورکړی.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ ویبپاڼې نه په نقل، دفلسطین حماس غورځنګ په دغې اعلامیې کې همداراز د بحرین د کنفرانس په ترسره کیدا داندیښنې په ښودلو سره عربو هیوادونو ته خبرداری ورکړی، له هر ډول هغه اقدام اوفعالیته دې چې د پیړۍ دمعاملې د اجرائي فیز ته واریدیدو او دعادي کولو لامل کیږي ، ډډه وکړي . دغه مبارز غورځنګ په دغې اعلامیې کې هیله ښودلې ، دبحرین خلک صهونیسټي جنایتکار پخپلې خاورې کې ونه مني او خپل ټاټوبی دې دصهونیسټانو په شتون سره نجس نه کړي .
پارس ټوډې خبری آژانس راپورورکړی د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  له عربی هیوادونو غوښتي دي ، دپيړۍ دمعاملې  داقتصادي فیز د لومړنۍ مرحلې په باب دې  په بحرین کې  کنفرانس  کې  ګډون نه کوي اوبایکاټ دې کړي .
 د بحرین کنفرانس چې د پيړۍ دمعاملې داجرا لومړنۍ مرحله به وي ،ټاکل شوې ده،دجون په ۲۵ او ۲۶نیټه په بحرین کې ترسره شي  او په فلسطیني ټاټوبي کې  د پانګونې  جذبول  او فلسطین ته  په کم سود د پور د ورکول ئې  موخې  اعلان شوي دي .
دفلسطین حماس غورځنګ په دغې اعلامیې کې  همداراز د بحرین د کنفرانس  په ترسره کیدا داندیښنې په ښودلو سره  عربو هیوادونو ته خبرداری ورکړی،  له هر ډول هغه  اقدام اوفعالیته دې چې د پیړۍ دمعاملې د اجرائي فیز ته واریدیدو او دعادي کولو  لامل کیږي ، ډډه وکړي .دغه مبارز غورځنګ په دغې اعلامیې کې هیله ښودلې ، دبحرین خلک صهونیسټي جنایتکار پخپلې  خاورې کې ونه مني  او خپل ټاټوبی دې   دصهونیسټانو په  شتون سره نجس نه کړي. امریکائي رسندویو ادعا کړې چې دبحرین په دغه  کنفرانس کې به  دځينو عربو هیوادونو، دکورواکه تشکیلاتو  استازي او پانګوال  ګډون وکړي. د  امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ  سلاکار او زوم جرد کوشنر  له دې مخکې وئيلي وو ، چې  دپيړۍ معامله به د روژې له میاشتې وروسته  اعلان شي .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i82304
captcha