IQNA

د فلیپیین د ولسمشر له اړخه د عیدالفطر د تعطیل اعلان

13:51 - May 30, 2019
د خبر لمبر: 3482207
نړیواله ډله: د فلیپیین ولسمشر رودریګو دوترته د چهارشنبه ۱۵ خرداد په ورځ د عیدالفطر عنوان سره د عمومي تعطیل اعلان وکړ.

د ایکنا راپور له مخې، د فلیپیین د ریاست ولسمشرۍ دفتر اجرا کولو منشي سالودور مدالدیا نن د دوترته له اړخه په دغه ورځ د عمومي تعطیل د حکم اعلان وکړو.
د ولسمشرۍ ریاست دفتر د فلیپیین د مسلمانانو ملي کمیسیون د وړاندیز پر اساس، د دې کال د الفطر او د قربانۍ اخترونو تاریخ به ټاکې او هم پر دغه اساس د قربانۍ اختر به په دغه هیواد کښې په ۱۱ اګست (۲۰ مرداد) باندې وې.
اسلام په فلیپیین کښې د لرغونې توحیدی دین په توګه شمېرلې کېږي او له دیارلسمې پیړۍ د مسلمانانو تاجرانو په وسیله اسلام دغه هیواد ته رسېدلې دی.
اټکل شوې دې چې په فلیپیین کښې مسلمانانو شمېر تر ۱۱ ملیونو دی چې د دغه هیواد د ټولنې ۱۲٪ جوړېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3815530
captcha