IQNA

اسلامی نړۍدې د اتحاد لپاره د امام خمینی له لارښونو غافله نشی

4:53 - June 04, 2019
د خبر لمبر: 3482218
نړیواله ډله: د پاکستان دجماعت اسلامی ګوند مرستیال مشر زیاته کړې،امام خمینی په ایران کې داسلامی انقلاب له غورځنګ یا یوې فرقې سره محدود نه دی،دهغه افکار په سیمه ایز اونړیواله سویه هیڅ ساری نه لری .
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل،دپاکستان دجماعت اسلامی  ګوند مرستیال مشر لیاقت بلوچ   له ایرناخبری آژانس سره په خبرو کې د حضرت امام خمینی د رحلت دتلین په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره روښانه کړې ده،مسلمانان باید دحضرت امام خمینی  له لارښونو څخه په استفادې سره  د اتحاد او یووالی په لاره کې عملی ګامونه پورته کړی .
 لیاقت بلوچ خبرداری ورکړی،اسلامی امت دې  دتفرقې اودرز اجازت نه ورکوی ،ځکه استکباری قدرتونه به له دغه وضعیّته  مسلمانانو ته د تاوان رسولو لپاره ناوړه استفاده وکړی .
 د پاکستان دجماعت اسلامی ګوند مرستیال مشر زیاته کړې ،امام خمینیپه ایران کې داسلامی انقلاب له غورځنګ  یا یوې فرقې سره محدود نه دی،دهغه افکار  په سیمه ایز اونړیواله سویه هیڅ ساری نه لری .
  بلوچ صیب روښانه کړې ده،د ارواښاد امام لیدتوګې دنړۍپه عمومی افکارو او ذهنونو کې په تیره بیا د اسلامی امت  په ویښ او ځیرې پرګنې کې دومره زیاې اغیزې شیندلی چې تل ترتله به  دتاریخ  له پاڼو پاکې نشی .
 دپاکستان دغه سیاسی اومذهبی  مشردغه راز وئیلی دی د اسلامیانقلاب دبریالیتوب په لارې کې دحضرت امام خمینی دسرښیندنو او همداراز دفسادګر  نظام څخه د ایران دملت دژغورنې لپاره دهغه بزرګوار مبارزه نه هیریدونکی ده 
http://parstoday.com/ps/news/iran-i82593
captcha