IQNA

د ایران له خوا د امریکايي ډرون نسکوریدو د دغه هیوا غرور مات کړ

16:07 - July 08, 2019
د خبر لمبر: 3482286
نړیواله ډله:د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر د خپل هیواد له چارواکو هم وغوښتل چې د امریکې په وړاندې د ایران په شان سیاستونه غوره کړي.

د پاکستان د ملي پيوستون شورا مشر وویل چې ایران د امریکې د پرمختللې بې پایلټه الوتکې په نسکورولو سره په حقیقت کښې د دغه هیواد لويي او غرور مات کړی دی.

صاحب زاده ابوالخیر محمد زبیر وویل: ایران په خپلو ځايي توغندویو سره د واشنګټن ډیر پرمختللی جاسوسي ډرون رانسکور کړ او په دې کار سره یې نړیوالو ته وښودله چې امریکا هیڅ نه شي کولی.

د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر هم داشان د خپل هیواد له چارواکو وغوښتل چې د امریکې په وړاندې د ایران په شان سیاستونه غوره کړي.

صاحبزاده ابوالخیر محمد زبیر په پاې کښې ټینګار وکړ چې د صهیونیسټانو، سعودي وهابیانو او د امریکې له دسیسو سره د مقابلې لپاره د ټولو مسلمانانو اتحاد او یووالی ضروري دی.

http://parstoday.com

 

captcha