د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د رویټرز خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان په راولپېنډۍ کې د یوې پوځي الوتکې د غورځېدوپه پېښه کې د دوه پیلوټانو په ګډون ۱۸ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپيان دي.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې د هوايي ځواک دا الوتکه د راولپېنډۍ موهړه کالو سیمه کې پر ولسي ابادۍ راغورځېدلې ده.
نوموړی وايي، دا الوتکه د پوځیانو د روزنې لپاره وه چې ددوه پیلوټانو په ګډون ۵ کسیزه عمله یې هم په کې وژل شوې ده: وژل شوې عمله کې کرنیل ثاقب، کرنیل وسیم، نایب صوبه دار افضل، حوالدار امین او حوالدار رحمت شامل دي.
نوموړی وايي، له پېښې وروسته اورلګېدنه هم شوې چې ۱۳ ملکي وګړي په کې وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i83723