د ايرنا د رپوټه له مخې شاه محمود قرېشي په دغه کتنه کښې چې پرون په اسلام آباد کښې وشوه وويل، د ټولو افغان ډلو په ګډون سره د صلحې خبرې اترې په افغانستان کښې د صلحې او ثبات برقرارۍ ته د رسېدو لپاره اصلي لار ده.
د پاکستان خارجه وزير همدارنګ د افغانستان د صلحي له بهير څخه د د ملاتړ او د صلحې د هلو ځلو له کاميابېدو سره د مرستې د دوام لپاره د خپل هېواد په ژمنې تاکيد وکړ.
په افغانستان کښې د امريکې خاص استازي زلمے خليل زاد هم د پاکستان له خارجه وزير سره په قطر کښې د امريکې او طالب ډلې د بې نتيجې خبرو اترو د اوو پړاونو په حقله صلاح مشورې وکړې.