IQNA

له همدااوسه دې وحشی صهونیسټان د وروستیو حملو دغچ په تمه ووسی

11:05 - August 26, 2019
د خبر لمبر: 3482371
نړیواله ډله:سید حسن نصر ا... د لبنان په هوائی حریم دوحشی صهیونیسټی رژیم نوی تیری ډیر خطرناک او غلیمانه وبالۀ او وې وئیل حزب ا... به هیڅکله هم اجازت ورنکړی دغه ډول تیری تکرار شی اوله دې وروسته به د صهیونیسټ رژیم بې پیلوټه لوتکې له تیریو وروسته روغې رمټې بیرته ستنې نشی .

العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ  د لبنان د  حزب ا.. ولسی مبارز غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر ا... بیګا د لبنان د جرود عرسال  دآزادۍ  د دوهمې کلیزې په مناسبت  په   دستورو کې د خلکوپراخ او ولولناک شتون  د اسرائیلو  دنوو تیریو لومړنی کلک او سخت ځواب  وبالۀ او ددې خبرې په کولو سره ئې چې  مقاومت به  په بیروت د صهیونیسټی رژیم  وروستی تیری بې ځوابه پرې نه ږدی  ، اسرائیلی مشرانو ته په خطاب کې ووئیل  په نیواکی فلسطین کې به راتلونکی انتخابات  د صهیونیسټانو په وینو سره  ترسره شی.

    سید حسن نصر ا... وئیلی ،  جرود عرسال  د ترهه ګرو دحملو په وړاندې  د مقاومتی ځواک او د سورئې  دپوځ  دسترې مقابلې یوه مهمه  برخه  وه .

 دلبنان د حزب ا.. ولسی غورځنګ عمومی منشی  ددې خبرې په کولو سره چې  د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نتن یاهو په انتخاباتو پسې دی  او اسرائیلی  ګوندونو دا عادت دی چې  انتخابات  د سیمې د خلکو په وینو سره ترسره کړی ، ټینګار وکړ، داسرائیلو مشران دې پوه شی ، چې  راتلونکی انتخابات به دتیر وخت په څیر نه وی . 

سید حسن نصر ا...  د لبنان په هوائی حریم  دوحشی صهیونیسټی رژیم  نوی تیری  ډیر خطرناک او غلیمانه وبالۀ او وې وئیل  حزب ا... به هیڅکله هم اجازت ورنکړی  دغه ډول تیری تکرار شی  اوله دې وروسته  به  د صهیونیسټ رژیم  بې پیلوټه لوتکې له تیریو وروسته روغې رمټې بیرته ستنې نشی .

خبری رسندویو پرون سهار وختی  دبیروت په جنوب ضاحیّه  سیمې  کې د تیرګر صهیونیسټی رژیم  د دووبې پیلوټه الوتکو د نسکوریدا خبر ورکړی ؤ.

دلبنان دحزب ا... عمومی منشی  په دوام کې ټینګار کړی،  امریکایان د داعش تکفیری ډلې راپنځونکی اوملاتړی دی او نیّت لری  دغه  تکفیری ترهه ګره ډ لګۍ بیا په عراق او سورئې کې احیاء کړی ،ځکه چې  دعراق پارلیمان له دغه  هیواده دامریکائی عسکرو د وتلو غوښتونکی دی . سید حسن نصر ا... ددې خبرې په کولو سره چې  دسورئې  ادلب او حماه ولایتونه به ډیر زر د تکفیری ترهه ګرو له سپیرو منګولو آزاد شی روښانه کړې ، پر داعشی  تکفیریانو د سورئې  دپوځ او مقاومتی ځواک په بریالیتوب سره به  ترهه ګر د تل لپاره له لبنانه لیرې شی .

http://parstoday.com

captcha