د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له ه الشرق الاوسط، خبری اژانس یې نقلوی چې د مصر دولت وایی د الازهر دا پریکړه د قرضاوی له خوا د مصر ملت او د الازهر شیخ ته د سپکاوی له امله شوې ده.
شیخ یوسف قرضاوی له دې وړاندې ویلی ؤ د مصر فوځ د اسرائیلو تر فوځ هم بد دی ځکه هغوی خو خپل خلک نه وژنی او په مصر کې د فوځ پر ضد جهاد واجب دی.
له بلې خوا د مصر د کودتا ضد علماؤ جبهې د دولت له خوا د اخوان المسلمین او انصار السنه ډلې د شتمنیو د کنګل کولو پریکړه سخته وغندله او د اسلامی نړۍ له خلکو ېې وغوښتل چې د مصر د واکمنو له غمیزو رامنځته کوونکو اقداماتو مخنوی وکړی.
1347215