IQNA

ایت الله خامنه ای د ایران او ترکیی اوسنۍ ورورې، مینه او دوستې،په وروستیو پیړیو کی،بی ساری وبلله

19:10 - January 30, 2014
د خبر لمبر: 1368461
سیاسی ډله: د ترکیی لومړی وزیر چی، په کورنیو؛ سیمه ایزو، او بین المللی زمینو کی، د تهران او انقری د همکاریو د پراختیا په موخه،تهران ته راغلئ ؤ؛ پرون مازدیګر د ایران د اسلامی انقلاب د معظم لارښود،او ولس مشر سره، کتنه او خبری اتری وکړې.


د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود، په دې کتنه کی، د ایران او ترکیی اوسنۍ ورورې، مینه او دوستې،په  وروستیو پیړیو کی، بی ساری وبلله، او ټینګار یی وکړ چی، د دوو هیوادونو پراخ ظرفیتونه، د هغوی د اړیکو د پراختیا او لا ټینګیدو لپاره، یوه مساعده زمینه ده.



حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، تهران ته د اردوغان په سفر کی، د شویؤ موافقو په اجرا کیدوکی، د ایران او ترکیی جدیت، ضروری وباله، او څرګنده یی کړه چی، دغه جدیت به، د دؤو اړخیزو مناسباتو او اړیکو د لازیات ټینګښت، اوچټک پرمختګ سبب شی.



د ترکیی لومړی وزیر، رجب طیب اردوغان، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سره، له کتنی وړاندی، د ایران له ولس مشر، سره کتنه او خبری اتری  وکړې. په مختلفو برخو کی، د دؤو هیوادونو د اقتصادی همکاریو پراختیا، د اردوغان او روحانی د سلامشورو او  خبرو موضوع وه.



تهران ته د ترکیی دلومړی وزیر سفر، او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود، او هم دا راز د ایران د لوړ پوړو مقامونو سره، د هغه کتنه، راښئیی چی، دواړه هیوادونه، په تیره بیا په اقتصادی او سوداګری برخو کی، د همکاریو د پراختیا لپاره،له زیاتو ګډو ظرفیتونو څخه برخمن دی.



 د ترکئیی جغرافیایی موقعیت، او نړیوالو بازارونو ته د داخلیدو د دروازی څخه د هغی برخمنتیا، د همکاریو د پراختیا لپاره، د ایران او ترکیی د ښو  او مطلوبو ظرفیتونو د زیاتیدو سبب شوې ده.



ترکیه او ایران،  ۵۰۰ کیلومټره ګډه پوله لری، او د دؤو هیوادونو په سرحدی مرادو او تلو راتلو، او زیاتو اقتصادی فرصتونو، منجمله د کار په قوې، د نږدی ۱۵۰ میلیون کسېز بازار په لرلو، او د استراتژیک جغرافیایی موقعیت څخه، په برخمنتیا سره، د دؤو هیوادونو د اقتصادی همکاریو د چټکی پراختیا، زمینه چمتو ده.



تهران ته د ترکیی د لومړی وزیر په سفر کی، د همکارۍ د دریو استراتژیکو او اقتصادی موافقو په لاس لیکیدو سره به، د دؤو هیوادونو د سوداګری همکاریو اندازه، له پخوا څخه لا زیاته پراختیا ومومی.



ایران اوترکیه ، دسیمی ډیر قدر تمن هیوادونه دی، اودهغوی هدف، دهمکاریو هراړخیزه پراختیاده . د ایران او ترکیی ترمنځ د دریو نویو موافقو په لاسلیک کیدو سره، دواړو هیوادونو، تر  ۲۰۱۵ م کاله پوری، په کال کی، ۳۰ میلیارډ ډالرو ته، د خپلو سوداګری مبادلاتو د ارزښت جګول، خپل هدف ټاکلئ دئ. په   ۲۰۱۰ م کال کی،دایران او ترکئیی  د سوداګری مبادلاتو اررښت، ۱۰  میلیارډ ډالره  ؤ، او په  ۲۰۱۱ م کال کی،  ۱۶  میلیارډ ډالرو  ته ورسید. 



ګډ تاریخ او کلتور، او په دؤو هیوادونو کی، د ټوریسټی او تاریخی ظرفیتونو او جاذبو شتوالی هم، د دوؤ هیوادونو، او د او د ترکی او ایرانیو ښاریزو ترمنځ، له معنا څخه ډکی اړیکی رامنځته کړی دی. ترکیی ته د ایرانیو ټوریستانو، او پر عکس سفر، د دؤو مسلمانو ملتونو د ټینګی  رابطی او دوستۍ ښودونکئ  دئ چی، د دؤو هیوادونو د اقتصادی همکاریو ضمانت کوی. دغه اصل  ته په پام سره ، رجب طیب اردوغان، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سره په کتنه کی، هیله وښودله چی، د ایران او ترکیی مخ په پراختیایی اړیکی، د سیمی او نړۍ لپاره، سرمشق شی.



په دې زمینه کی، د تهران او انقری د سیاسی همکاریو د لوړی شورا د جوړلو سند، د ایران  دؤلس مشر، او د ترکیی د لومړی وزیر په وسیله لاسلیک شو .



د ایران او ترکیی د سیاسی همکاریو لوړه شورا به، هرکال په  نوبتی او دوره ای توګه، په تهران او انقره کی، جوړه شی.



د اسلامی انقلاب له بریالیتوب  وروسته، د لومړۍ ځلې لپاره، د ایران او ترکئیی ترمنځ، د همکاریو د لوړی شورا جوړیدا، د دی ښودنه کوی چی، دواړه هیوادونه، د اقتصاد او سیاست په محور باندی، په دوؤ اړخیزو او سیمه ایزو اړخونو کی، د مناسباتو د پراختیا لپاره، جدی اراده لری. 



1368331



 

captcha