IQNA

په عربستان کې له بشری حقوقو سرغړونه دوام لری

18:41 - February 03, 2014
د خبر لمبر: 1370418
نړیواله ډله: عربستان په دغه هېواد کې د بشری حقوقو څخه د سرغړونې په دوام کې، د ترهګرۍ سره د مبارزې د قانون په نوم د خلکو پرضد محدودیتونه زیات کړی دی.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس چې له العالم خبری چینل ویب پاڼې چې هغه یې د لندن د الحیات ورځ پاڼې نقلوی چې په عربستان کې د ترهګرۍ ضد نوی قانون چې له مخې یې پر حکومت هر ډول نیوکه منع شوې، پرون اجرا شوی دی.
همدا رنګ په ښځو د ګاډو د ډراییونګ بندیز هم د ښځو غوسه راپارولی ده او  ښځو په یو لیک کې د سعودی عربستان له ستر مفتی غوښتې چې دا بندیز دې لغوه کړی. ځکه چې دا قانون اسلامی تعلیماتو سره هیڅ کوم مخالفت نه لری. او د همدې له امله ښځې په ډیرو ستونزو کې بوخت دی.
د ترهګرۍ په ضد دغه قانون چې د دسمبر په ۱۶مه تصویب شوی دی، د آل سعود رژیم ته اجازه ورکوی چې شکمن کسان له تور پرته تر شپږ میاشتو پورې بندی کړی او په ځینو خاصو شرایطو کې دغه شپږ میاشتې تمدیدولای هم شی.
1370239

captcha