IQNA

روحانی: د اسلامی نړۍ د ځایګاه تثبیت یوې سترې بدلون راوړونکې نظرېې ته اړتیا لری

13:11 - February 19, 2014
د خبر لمبر: 1377247
سیاسی ډله: د اسلامی ایران ولس مشر حسن روحانی نن په تهران کې د اسلامی ملګرتیا سازمان د پارلمانونو د اتحادېې غوندې ته د وینا پر مهال وویل اسلامی نړۍ یوه داسې بدلون ته اړتیا لری چې له مخې ېې د مسلمانانو ستر ظرفیتونه په یوه کارنده مدیریت سره د اسلامی نړۍ د ځایګاه د تثبیت په موخه په مخ یوړول شی .

 

د قران نړیوال خبری إژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، هغه دا غونډه د اسلامی نړۍ د مسایلو په اړه د متقابل فهم او د تفکراتو د بیان لپاره مناسبه زمینه وبلله او زیاته ېې کړه د اسلامی نړۍ له ظرفیتونو په سم ډول کار نه دی اخیستل شوی .
د روحانی په وینا مسلمانان ستره اقتصادی شتمنی ،اغیزمن جیو پولیټیک موقعیت او ډیر نفوس لری او کولای شی له دې ظرفیتونو په ښه ډول ګټه واخلی .
د هغه په وینا اسلام د ملتونو تر منځ د یوالی اساس او یو نړیوال نظام دی چې مسلمانان له قومی او نورو تعصبونو ساتلی شی .
حسن روحانی زیاته کړه دا د مسلمانانو له شان سره نه جوړیږی چې د نورې نړی مشران د هغوی د ستونځو د حل فکر وکړی او یا مسلمانان هغوی ته د منځګړی توب وړاندیز وکړی .
د اسلامی ایران ولس مشر په سیمه کې طایفه ایی او مذهبی نښتې د صهیونیستی رژیم په ګټه وبللې او زیاته ېې کړه د اسلامی نړۍ ستونځې هغه مهال حل کیدای شی چې د غاصبانو په وړاندې په یوالی او وحدت مقابله وکړی ..
د اسلامی ایران ولس مشر زیاته کړه ایران اسلامی هیوادونو ته د ورورۍ دوستۍ ملګرتیا محبت سوله ایز ژوند او مینې لاس اوږد کړی او غواړی له یو بل د متقابلې پیژندنې په چوکاټ کې دوه اړخیزې او څو اړخیزې اقتصادی سیاسی او امنیتی اړیکې پراخې کړی .
د هغه په وینا په اسلامی نړۍ کې باید اقتصاد او امنیت ته پیوند ورکړل شی تر څو په اسلامی نړۍ کې تل پاتې سوله را منځته شی .
د وروستیو راپورونو په اساس روحانی د ترکېې آذربایجان او پاکستان د پارلمانونو له مشرانو سره هم وکتل
1376694

captcha