IQNA

امامی کاشانی: د بحرین مسلمانان په ډیرو سختو حلاتو کښې ورغلی دی

17:15 - March 14, 2014
د خبر لمبر: 1386863
سیاسی او ټولنیزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطیب د بحرین د بې ګناه مسلمانانو پرضد ال خلیفه رژیم د جنایتونو په دوام اندیښنه وښودله.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله محمد امامی کاشانی وویل په بحرین کښې د ال خلیفه رژیم د اقداماتو په باره کښې ترلاسه شوی راپورونه د دغه هیواد د مسلمانانو د سختو شرایطو او حالاتو ښودنه کوی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د بحرین د مسلمانانو په باره کښې د نړیوالو موسسو او ټولنو په چپتیا نیوکې سره په دغه هیواد کښې په موجودو شرایطو د غور غوښتنه وکړه.
ښاغلی ایت الله امامی کاشانی د خطبو په دوام کښې د مقاومتی اقتصاد د سیاستونو د اجرا  لپاره د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای حکمونو ته په اشارې سره وویل ولسمشر او حکومت د دغو حکمونو اجرا کولو ته هوډمن دی او د نظر خاوندان او مجریان باید دغه سیاستونه په ترټولو ښه ډول اجرا کړی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب دغه راز د اسلام د ګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله د ګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهراء سلام الله علیها د شهادت ورځو د رارسیدا په مناسبت په تسلیت ویلو سره د اسلامی ټولنې میرمنې په اخلاق، عفت، د بچیانو په تربیت، د کورنۍ په اداره کولو او په ټولنې کښې د رول په لوبولو کښې له هغې بیلګه اخیستلو ته وروبللې.
ښاغلی ایت الله امامی کاشانی وویل کله چې د حضرت فاطمه الزهراء سلام الله علیها په شان یوه بیلګه میرمن په دومره عفاف ډول خپل حجاب او ستر رعایتوی او دغه ستر د هغې لوړتیا او منزلت زیاتوی د نن ورځې انجلۍ هم باید له دغه حجاب څخه بیلګه واخلی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دنیا له خوندونو په استفادې کښې د اعتدال په سپارښتنې سره له فطرت او وحی سره اتصال د انسانی کمال دوه(۲) عامل وبلل او ویې ویل په اسلامی ټولنه کښې د څوکې ترلاسه کول یوازې د خلکو د خدمت کولو لپاره ده.
1386825

بچوې: کاشانی ، بحرین
captcha