IQNA

په غزه کښې لسګونه جوماتونه شهید/ د شهیدانو تعداد 630کسانو ته ورسېدو

8:19 - July 26, 2014
د خبر لمبر: 1433202
نړیواله ډله: د غزه جګړه د نړی کوښښ او لټون نه پس بیا هم د فلسطین 630 عمومی ولس شهید شوو، پرون هم د رژیم صهیونیستی ځواکونو خپل بریدونو ته دوام ورکړې او د غزه 5 جوماتونه یی بمباری کړی.


قرآن خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د خبر خپرووونکې «Anadolu Agency» نه په نقل، د رژیم اسرائیل په غزه باندې د بریدونو په پنځلسمه ورځ د بمباری له وجه  په دې سیمه کښې ۵ جوماتونه ویجاړ کړی.

د فلسطین استوګنځیو وزارت اعلان کړی: په غزه د اسرائیل د بریدونو نه پس ۴۰ جوماتونه د دې حملو هدف جوړ شوې، چې ۱۵ په کې مکمل او ۲۵ په تقریباْ ویجاړ شوی.

د جوماتونو نه سربېره د غزه کورونه او درملتون هم د تېرو دوو هفته نه د اسرائیل د حملو هدف دې.

د غزه خلاف رژیم صهیونیستی خپل نوې هوایی بریدونه د تیر میاشته ۱۷ تاریخ نه شروع کړې، او هم دا رنګه یی د تیر میاشته ۲۶ تاریخ نه په غزه باندې ځمکې بریدونه هم شروع کړې.

د غزه بی پناه خلکو باندې د رژیم اسرائیل هوایی، سمندری او د ځمکه بریدونه دوام لرې او دا رژیم ادعا لرې چې حماس نه خپله دفاع کوې او بریدونو کښې هدف د حماس ځواکونه دی.

خو ولی د ملګرو ملتو موسسه راپور دا دی چې په مړینو کښې اکثریت د فلسطینی ولس دی او یو په دری په کښې ښځې او ماشومان دې.http://www.iqna.ir/fa/News/1432413

captcha