قرآن خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د خبر خپروونکې رویترز نه په نقل، دا اور بند به ۷۲ ګېنټې وې د نن سحر د نړیوال وخت ۵ بجو نه دا وخت شروع شو تر دې چې د رژیم صهیونیستی او فلسطینی ډله د اوربند وخت کښې زیاتون لپاره غونډه وکړی.
د حماس او اسلامی جهاد غړو پرون په قاهره کښې د مصر د اطلاعاتو مشر سره د غزه حالاتو په هکله کتنه وکړه.
څو ګېنټې پس د اسرائیلو امنیتی کابینه د مصر په وړاندیز د اور بند اعلان وکړو.
ورپسې حماس هم په رسمی توګه د اوربند اعلان وکړو.
د رژیم اسرائیلی هوایز، سمندری او ځمکې بریدونو نه په غزه کښې د میاشته ۱۷ نه تر اوسه ۱۸۶۵ فلسطینی وژلی شوی او تقریباْ ۱۰ زره کسان په کښې تپې شوی.
http://www.iqna.ir/fa/News/1436071