IQNA

د غزه وروستی بشپړ حاله خبرونه

د خالد مشعل د غزه محاصره پای ته رسولو ضرورت باندې ټینګار نه تر ۷۲ ګېنټې اوربنده

0:24 - August 14, 2014
د خبر لمبر: 1439215
نړیواله ډله: د حماس سیاسی دفتر مشر اعلان کړی چې هر ډول دایمی اوربند به د غزه محاصره پای ته رسولو سره وی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الیوم السابع خبری ویب پاڼه نه به نقل، خالد مشعل د فرنسه خبر خپرووونکو سره په مرکه کښې وویل: اوربند یو وسیله او لار ده چې خبرو اترو لپاره مخکښې نه مناسب تړاو وکړې او یا اسانی سره غزه ته د خیر ښېګڼې مرسته ننویستل دی.

هغه زیاته کړه: هغه هدف چې مونږ پرې ټینګار کوو، د فلسطینیانو غوښتنې ترسره کول دی، او دا چې د غزه خلک غیر له محاصره ژوند کولو ته پرېښل دې، او دا داسې مسئلې دې چې پرې سترګی نشو پټه ولی.

د فلسطین اسلامی مقاومت غورځنګ حماس سیاسی دفتر مشر ښکاره کړه: مونږ پر دې هدف ټینګار کوو، او د اسرائیل له اړخه د دې هر قسمه ځنډول او ټال ورکول او په فلسطین باندې بریدونه کول جنګی او سیاسی ډګر باندې د حماس غورځنګ او فلسطینی نور غورځنګونو په مقاومت او پرمختګ کښې زیات والی دی.

۷۲ګینټې اوربند سره منل

دا خبرې هغه وخت وشې کله چې فلسطینی او اسراییلی پلاویو سره ۷۲ ګېنټې اوربند سره ومنلو چې په دې وخت کښې د همېشه اوربند باندې په قاهره کښې سره خبرې اترې وکړی.

همدارنګه عزت الرشق، د حماس مشرانو نه اعلان کړی: چې د فلسطینی پلاوی د ۷۲ ګېنټو اوربند چې د محلی وخت ۱بجه د شپې به شروع کېږې  سره منل دی.

الرشق وویل: فلسطینی پلاوی به د فلسطینانو ټولې غوښتنې منلو باندې ټینګار کوی.

فلسطینانو او اسراییلو تېره هفته هم ۷۲ ګېنټو اوربند سره منلې وو، خو ولې د صهیونیستی رژیم له اړخه د غزه محاصره چې د ۲۰۰۷ کال نه پیل شوې هسکولو شرط نه منښت دا مذاکرات ناکامه کړل.

غزه باندې اسرائیل خپل بریدونو کښې ۴۵۶ ماشومان او ۳۳۷ ښځې وژلی

له بله اړخه، د ملګرو ملتو سازمان خپل نوې راپور کښې د غزه زیانونو او تاوانونو په هکله ویلی چې د صهیونیستی رژیم په بریدونو نه وژل شو کښې د ولس شمېر زیات دی چې یواځې د ماشومانو شمېر ۴۵۶ ته رسې.

د ملګرو ملتو سازمان خپل نوې راپور کښې اعلان کړی: په غزه باندې د رژیم صهیونیستی حملو کښې ۴۵۶ ماشومانو وژلی شوې.

په دې راپور کښې چې د ملګرو ملتو بشر دوست څانګه نشر کړی ویلې شوې چې په غزه باندې اسرائیلی حملو کښې وران شوې جوماتونه، کورونه او مدرسو ته هم اشاره وکړه.

په دې راپور کښې د ټولو وژلو شوو شمېر ۱۹۴۸ کسان ذکر شوې چې په دې کښې ۱۴۰۲ کسان له ولس دی، ۴۵۶ په کښې ماشومان او ۲۳۷ ښځې دی.

په دی راپور کښې د اسرائیل له اړخه وژلی شوو شمېر ۶۷ کسان دې چې ۶۴ کسان په کښې له ځواک نه دی.

رژیم صهیونیستی په دې حملو کښې د ویجاړ شوې کورونو شمېر ۱۱۸۵۵ ښودلی چې د هغې بیا جوړولو بیا یی ۴۱۰ ملیون امریکایی ډالره ښودلی شوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1437987

captcha