IQNA

د کراچۍ خانه فرهنګ ایران مسئول

پاکستان کښې د کرامت لسیزې په هکله رضوی هنر نندارتون

3:31 - August 29, 2014
د خبر لمبر: 1444101
بهرنې څانګه: خطیب ؤ ویل: کراچۍ کښې د خانه فرهنګ ایران مرسته سره به د کرامت لسیزې په هکله د هنر چې مرکزیت به یی رضوی آثار وی پیل کېږې.


خطیب د کراچۍ خانه فرهنګ جمهوری اسلامی ایران مسئول د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کښې ؤ ویل: د کرامت لسیزه لمانځلو او د امام رضا علیه السلام د زوکړی په هکله غواړو یو نندارتون د ایرانی هنر مندانو په شتون کښې د خانه فرهنګ ایران له اړخه په کراچۍ کښې پیل کړو.

خطیب ښکاره کړه: دا نندارتون به د امام رضا علیه اسلام د زوکړه سره سم په دوو ښارونو کراچۍ او حیدرآباد کښې د راغلې ایرانی هنرمندانو په شتون کښې پیل کېږې.

د خانه فرهنګ ایران مسئول زیاته کړه: دا نندارتون به په درې څانګو نقاشی، ښکلی لیک او روښانتیا کښې پیل کېږې چې په دې دری واړو څانګو کښې به د ایران نه راغلی هنرمندان د خلکو په وړاندې د خپل فن مظاهره کوی.

یادښتونه: امام رضا علیه السلام نړیوال دوولسم جشن به ۶ شهریور د زیارت په ورځ د حضرت معصومه سلام الله علیها زوکړې سره سم د ایران په مختلفو سیمو کې او د نړی په ۷۵ ځینو کښې پیل کېږې چې تر ۱۵ شهریور چې د امام رضا علیه السلام د زوکړی سره سم دی پیل کېږې.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/1443690

captcha