قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) آسیا شرقی څانګه، د هندوستانی تبلیغ کوونکو ته د نړۍ اوسنی بدلون او د مطرح شوې پوښتنو ځواب ورکولو ضرورت ته کتنه سره د دهلی نو که د جمهوری اسلامی ایران کلتوری اداره له اړخه او د ولی فقیه د استازندوى دفتر هندوستان او د تبلیغ نړیوال مرکز په مرسته د هندوستان د تبلیغ کوونکو لپاره د ځانګړی پوهنې یوه دوره پیل کوی.
دا دوره به ۱۳۰ تبلیغ کوونکو لپاره په هندوستان کښې د ولی فقیه استازندوی دفتر او د تبلیغ نړیوال مرکز په مرسته د هندوستان په دری ښارونو دهنلی نو، لکهنو او حیدر آباد کښې پیل کېږې.
د دې دوره پرانیسته د هفته په ورځ د شهریور میاشته اتمه باندې په دهلی نو کښې د حوزه علمیه قم د استادانو، په هندوستان کښې د خانه فرهنګ ایران مرستیال، په هندوستان کښې د جامعة المصطفی العالمیه غړی او د هندوستان ۲۵ تبلیغ کوونکو په شتون کښې پیل شوه.
عالمی، په هندوستان کښې د خانه فرهنګ ایران مرستیال، په دی مراسمو کښې د دې دوره اهداف بیان کړل، او د تبلیغ کوونکو له تکفیری ډله جریان سره او نړی کښې د اوسنۍ بدلون سره پیژندګلوی بیړنی ضرورت وګڼلو او وې ویل: دا دوره به په دری ایالتو کښې له دری ورځو لپاره پیل کېږې.
هغه زیاته کړه: په دی دوره کښې به د تکفیری ډله جریان سره پیژندګلوی، ولایت فقیه او هغې په اړه پوښتنې، د تبلیغ لاری او اخلاقی تبلیغ به علی بخشی او طباطبایی او د قم نه راغلې استادانو له اړخه تدریس کېږې.
هندوستان کښې د جامعة المصطفی العالمیة غړی ښاغلی حجت الاسلام مهدوی ؤ ویل: د دی دورو پیل کول د تبلیغ کوونکو لپاره یو لوی ضرورت دی، له بده مرغه د مدرسو طالبانو تدریس له هندوستان ټولنې سره سمون نه لری، نو له دی سببه په دی اړه ګام اخیستل ضروری دی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/1445323