IQNA

د الجامع الاثری تفسیر لیکوال سره د ایکنا مرکه:

د تفسیر الجامع الاثری 9 ټوکه چاپ ته تیار دی / د دې تفسیر ګټه او ځانګړنه

11:35 - September 07, 2014
د خبر لمبر: 1447500
فکری ډله: حجت الاسلام رستم نژاد د لیکلې شوې تفسیر الجامع الاثری په هکله ؤ ویل: د دې تفسیر تر 20 ټوکه کار ترلاسه شوې، او 7 او 15 ټوک یی چاپ او نشر ته تیار دې.


حجت الاسلام والمسلمین مهدی رستم نژاد، د جامعة المصطفی العالمیة د علمی ډله غړی او د قرآن مفسر د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کښې د تفسیر الجامع الاثری  هر اړخیزه ګټې او ځانګړیتیا بیان کړه.

د تفسیر الجامع الاثری تر ۲۰ ټوکه کار ترلاسه شو

رستم نژاد څرګنده کړه چې تر اوسه د تفسیر الاثری کار د سوره اعراف ۱۰۰ آیته پوری ترسره شوی، هغه ؤ ویل: سره د دې چې د تفسیر ځنې کار تر اوسه ټایپ شوی نه دی، او په ټوکونو کښې تقسیم شوی نه دی خو بیا هم تقریبا ویلې شو چې تر ۲۰ ټوکه د دې تفسیر کار ترسره شوی.

د تفسیر الاجامع الاثری ۹  ټوکه کار چاپ ته تیار دی

هغه زیاته کړه: البته تر اوسه ۱۵ ټوکه پوری چې تر سوره نساء اخیره پوری جوړېږې، هم ټایپ شوی او هم ورستې اصلاحاتو نه پس ټایپ شوی کار چاپ ته تیار دی.

رستم نژاد دې مطلب ته اشاره سره چې تفسیر الجامع الاثری مرحوم آیت الله معرفت شروع کړې وو، ؤ ویل: له دې نه مخکې ۶ ټوکه چې پخپله آیت الله معرفت لیکلې وو چاپ او نشر شوی، خو ولې له دې نه ورستو یو ټوک هم نه دی چاپ شوی، د ۱۵ نه تر ۲۰ ټوکه علمی او تالیف کار یی ترسره شوی، او هغه څه چې تر اوسه پاتې دی ټایپ، اصلاح او چاپ کول دی چې  ورورو کارونه به یی پیل شی.

هغه د ۱۵ نه تر ۲۰ ټوکه تر اوسه د نه چاپ کېدلو په اړه ؤ ویل: د الجامع الاثری تفسیر کار مجموعه پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی او د قرآنی څېړنې ډله سره دې او د دې ډله د قانون په اساس دا تفسیر به په بېل بېل ټوکونو کښې نه چاپ کېږې بلکې د دې تفسیر د ۱۷ نه تر ۲۰ درې واړه ټوکه په یو کتاب کښې په ډېر لږ شمېر کښې او د دوره په شکل چاپ کېږې.

د الجامع الاثری تفسیر لیکوال زیاته کړه: تر ۱۵ ټوکه پوری دا تفسیر چاپ ته تیار دې او مالی مرسته سره به دا ټول په یو ځئ چاپ کېږې.

حجت الاسلام رستم نژاد د دې خبره په ځواب کښې چې آیا دا تفسیر یی په یواځې لیکلې ؤ ویل: دا تفسیر په یواځې ځان لیکلی کېږې، دا تفسیر به عربی ژبه کښې لیکلی کېږې او لپاره د دې ۲ عربی لیکوال مرسته کوې،  او د ټایپ او نور کارونه یی د آیت الله معرفت له دفتره ترسره کېږې.

تفسیر الجامع الاثری به تقریبا په ۴۵ ټوکونو کښې مکمل شی / دا کار به ۱۵ نه تر ۲۰ کالو پورې

هغه د دې په اړه چې دا تفسیر به په څو ټوکونو کښې ترسره کېږې ؤ ویل: زمونږ خیال دا دې چې تفسیر الجامع الاثری به په ۴۵ ټوکونو کښې کامل شی.

د تفسیر الجامع الاثری لیکوال ؤ ویل: که څوک دا ؤ وایئ چې څرنګه تر اوسه درېیمه حصه قرآن د ښودلې شوې ټوکونو په نیمه کښې بیان شو او پاتې دری حصه قرآن به په دغه کښې بیان شې نو دا ځکه چې د قرآن ړومبی حصه تفسیر ته زیاته اړتیا لرې او پاتې حصه ډېر هم هغه بیان شوی روایتونه بیا نقل کېږې.

هغه په دې اړه چې دا کار به کله پایی ته رسې ؤ ویل: زما دې سره وعده دا ده چې هر یو کال کښې ورته څلور او یا درې ټوکونه ورته ورکړم او تر اوسه می هم دا رنګه کړی هم دی نو که الله وغوښتل او څه پېښه را منځته نه شوه نو ۱۵ نه تر ۲۰ کالو پورې به د دې تفسیر کار ترسره شی.

د تفسیر الجامع الاثری / د آیاتو سره مربوط روایتونه را ټولو د دې تفسیر یو هدف

هغه د دې تفسیر د محتوی په اړه ؤ ویل: مونږ غواړو چې هغه آیتونه کوم چې له هر اړخه آیت سره تړلی وې د شیعه او سنی روایتونه له تفسیری، تاریخی او حدیثی سرچینو نه راټول کړو او د هر آیت لاندې د هغې سره مربوط روایتونه ولیکل شی.

تفسیر الجامع لاثری کښې د روایتونو ترتیب

رستم نژاد ؤ ویل: روایتونو ته هم یو خاص ځانګړی ترتیب ورکړی شوی، ړومبی د اسباب نزول روایات، بیا د قرائت روایات، بیا د هغه روایات کوم چې د الفاظو او د لغات معنا بیانه وې، او ورپسې د آیت محتوی او مطلب سره مربوط روایتونه مو بیان کړی، او بیا هغه روایتونه مو اضافه کړی کوم چې آیت سره په نېغه اړیکه نه لرې خو ولی د آیت سره مربوط دی، او بیا هغه روایتونه وړاندې شوی چې له دین سره ناسازه دی او معمولا د اهل سنت سرچینو کښې او کله کله زمونږ په کتابونو کښې هم پیدا کېږې، هم دا رنګه هغه روایتونه چې اسرائیلیات ورته ویلی کېږې چې یهودیانو جوړ کړی او اسلامی کتابونو ته یی نفوذ کړی بیان شوی.

هغه زیاته کړه: د دې نه پس هغه روایتونه چې تأویل سره مربوط دی او یا د آیت تفسیر په کښې شوی وې او یا د آیت بطن او جر او ... سره بیان شوی، له دی نه پس په هغه روایتونو باندې چې توضیح یا نقد ته اړتیا لرې توضیح ورکړی شوی او یا پرې نقد شوی.

هغه د دې تپوس په ځواب کښې چې آیا دا کار آیت الله معرفت هم کړی وو ؤ ویل: هو د دې کار شروع هم آیت الله معرفت کړی او مونږ هم د هغه په سلیقه ورته ادامه ورکړی.

تفسیر الجامع الاثری کښې په کار اخیستلې شوی طریقه فایده / د معصوم او غیر معصوم روایتونو کښې فرق

رستم نژاد د دې طریقه د فایده په اړه ؤ ویل: بیان شوی طریقه ډېره ښه او فایده لرونکې طریقه ده د معصوم او غیر معصوم د روایاتو  تر منځه فاصله او فرق څرګنده کوې، لوستونکې باندې د اهلبیتو علیهم السلام او د تابعینو او اصحابو ترمنځه د تفسیر فرق ښکاره کوې چې د اهلبیتو علیهم السلام او د نورو فهم کښې څومره فرق دی.

د تفسیری روایتونو ډلبندی

هغه د ښکاره کړه چې د تفسیری روایتونو او د هغه روایتونو چې مونږ ترې په دې تفسیر کې استافاده کړی په یو کتاب کې هم د هغې ډلبندی نه ده شوی، بلکې په مختلفو ځایونو لکه د تاویل باب د بطن باب او .... کښې راغلې، خو ولې په دې تفسیر کښې دا ډلبندی شوی چې ډېری فایدې لری.

الجامع الاثری تفسیر لیکوال د دې تفسیر هدف ته اشاره سره چې د لیکلو هدف یی یواځې نقل کول نه دی ؤ ویلې: روایتونه ډېر دی او که په تفصیل سره د  هر روایت څېړنه وکړو او په هغې بحث وکړو نو دا کتاب به ۱۰۰ ټوکه نه هم زیات شی، خو ولې هغه څه چې مونږ کړی او د روایتونو ډلبندی مو کړی هغه ځانته یو امتیاز لری چې تر اوسه په یو کتاب کښې هم دا رنګه ډلبندی نشته، او تر ټولو مهمه د شیعه او سنی روایاتو دا رنګه مجموعه بل ځې کښې نشته.

د جامع الاثری تفسیر مخاطب ټول مسلمانان دی شیعه او سنی دواړه

رستم نژاد په اخیره کښې ؤ ویل: دا کتاب به د مرجع کتابونو نه وې، دا کتاب به د هغه کسانو لپاره چې قرآنی پوهنو یا د حدیثی پوهنو کښې لټون او څېړنې کوې یو علمی سرچینه وی، دا تفسیر یواځې له شیعه لپاره نه دی بلکې د دې مخاطبان اسلامی عالمان او د مصر پوهنتون الازهر سره د ټول اسلامی نړی مسلمانانو دی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/1446850

captcha