IQNA

د اسلامی انقلاب لارښود مطرح کړه:

د دښمنانو د مسلمانانو تر منځه اختلاف اچول او د فلسطین له مسئله نه غفلت

7:08 - September 09, 2014
د خبر لمبر: 1448199
سیاسی ډله: حضرت آیت الله خامنه ای د حج کوونکو سره کته کې موجوده حالاتو په کښې د دښمنانو له اړخه مسلمانانو کښې اختلاف اچول او هغوی خپلو کښې لاس او ګریبان کول او خپلو کښې مشغول ساتل لپاره د دې چې د فلسطین له مسئله نه غافل وی او د رژیم صهیونیستی ګټه لپاره کار کول او د هغوی نوکرې کول دی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) له راپور له مخې، د اسلامی انقلاب لارښود د دفتر اطلاع رسوونکې ویب پاڼه نه په نقل، حضرت آیة الله خامنه ای نن سحر د دې کال د حج کوونکو  سره کتنه کښې حج د اسلامی نړی ستونزو باندې خبرې کولو او د یو بل نظریاتو څخه د خبرېدو، د وحی ځمکه نه د اسلامی امت معنوی ګټه او برکت اخیستلو او د الله سره د خپلو اړیکو ته توان ورکولو یو فرصت وګڼلو او ټینګار یی وکړو: نن د اسلامی نړی یوه مهمه مسئله د لویو قدرتونو او عواملو له اړخه د مسلمانانو ترمنځه اختلاف اچول دې چې باید د حج غوندې لوی فرصت نه استفاده سره د یووالی او نیږدېښت او د اختلاف عواملو لری کولو لپاره اقدام وکړو.

د اسلامی انقلاب لارښود دې کتنه کې د امام رضا علیه السلام د زوکړې په حقله مبارکې ورکړه او وې ویل: په خراسان کښې د امام رضا علیه السلام زیارت د برکت او د ذکر، توجه او توحید مرکز دی او د امام رضا علیه السلام د هغه زمانې ظالم سره مقابلې ته اشاره سره ؤ ویل: امام رضا علیه السلام په الله باندې توکل او الهی تدبیر سره د دښمن یرغلیزه او مکارانه نقشه چې د امام رضا علیه السلام لپاره یی خپوره کړی شنډې کړه او هم د دښمن خلاف یی استعمال کړه، امام د قرآنی معارف خپرولو لپاره د اهل بیتوعلیهم السلام سره منسوب یو لوی او عظیم حرکت په اسلامی نړۍ کښې پیدا کړو.

آیت الله خامنه ای له دی نه پس د حج موضوع باندې خبرې وکړی او حج د اسلامی نړی مسئلې لری کولو او د دینی او معنوی اصلاح کولو لپاره یو فرصت وګڼلو او وې ویل: مسلمانان له دې الهی سفر نه په کار دې معنوی ګټه واخلې او الله سره خپلې اړیکې کلکې کړی، چې د حج نه پس یو حقیقی بدلون په حاجی کښې څرګنده وې، هغوی د اسلامی نړی ستونزو لری کولو او په مسئلو باندې خبری کولو لپاره حج یو لوی فرصت وټاکلو او وې ویل: نن اسلامی نړی ته خطره ده چې یوه مهمه مسئله په اسلامی نړی کښې د دښمنانو له اړخه مسلمانانو کښې اختلاف اچول او ډله ډلبندی ده.

اسلامی انقلاب لارښود ټینګار وکړو چې باید د حج په ورځو کښې خپل ټول توان له زړه پاکولو او کینه لری کولو باندې مصرف کړی، هغوی زیاته کړه: له بده مرغه ځنې مسلمانان د غفلت له مخې، دروغ ویلو او د دروغ توری لږولو سره د اسلام د دښمنانو مرسته کوی، او د امریکه او رژیم صهیونیستی فایدو لپاره د هغوې سره کمک کوی.

د فلسطین مسئله د اسلامی نړی له لویو او ړومبی مسئله ده

د ښه قسمت سره نن مسلمانان په فلسطین کښې بریالی دی چې د ۵۰ ورځو جنګ کښې خپل ټول قدرت سره او د غرب د یوې نښه په توګه د غزه د محصور او لږو مسلمانانو چې امکانات هم نه لری مقابله ته را وتلی وو، او خړ سترګی شول.

آیت الله خامنه ای ؤ ویل: په غزه کښې بریالیتوب څرګنده کړه چې مسلمانان قوی دی او قدرت لری او هر قسمه دښمن ته ماتې ورکولې شې او د ځان نه دفاع کولې شې .

هغوی زیاته کړه: باید مونږ اسلام، قرآن، ایمان او اسلامی امت ته سپک ؤ نه ګورو او دا یقین ولورو چې د ظلم او متکبرو سره مقابله کولې شو.

اسلامی انقلاب لارښود په اخیره کښې تېر کال ایرانی حاجیانو ته د ښېګڼې او معنوی خدمت کولو ته اشاره سره ؤ ویل: په کار دې په دومره باندې راضی نشو بلکې نور شرایط را ترمنځه کړو او د حج له موسم نه نوره هم استفاده وکړو.

د اسلامی انقلاب لارښود د وینا نه مخکښې د ایرانی حاجیانو سر منشی او د ولی فقیه دفتر غړی حجت الاسلام والمسلمین قاضی عسکر د امام رضا علیه السلام زوکړې مبارکې سره ؤ ویل: مونږ د سېمې او د اسلامی نړی حالاتو ته کتنه سره او د دې نورانی سفر ته په پام سره د دې کال حج نوم «حج، معنویت، خودباوری و اتحاد اسلامی»، «حج، معنویت، ځان مننه او اسلامی اتحاد» ایښودلی.

حجت الاسلام والمسلمین قاضی عسکر د حاجیانو خدمت کولو او ایرانی حاجیان له نورو هیوادونو لپاره نمونه ګرځولو او د ایرانی حاجیانو د حج فلسفه نه خبرولو او هغوی ته د حج ضروری ښوونو په حقله د اسلامی انقلاب لارښود بعثه له اړخه اعلان وکړو.

همدارنګه د حج او زیارتونو اداره سر منشی اوحدی له دې اداره له اړخه د شوې کارونو تفصیل وړاندی کړو.

هغه په سلو کښې ۲۵ د پیل کونکو عواملو بدلون، شپه ورځ د درملتون خدمات وړاندی کول، د قیمت لاندې کول، عربستان کښې د حج ضروری سامانونو کښې ۱۵۰ سامانونو زیاتوالی، او د ایرانی حاجیانو له هیواد نه بهر خدمت کول دې کال کښې د دې سازمان پروګرامونه شمېر کړل او وې ویل: دې کال ۶۴ زره کسان به ۴۵۰ کاروانونو کښې په ۱۹ الوتکو کښې حج ته ځې.

له دې کتنه نه پس د اسلامی انقلاب لارښود د مکه مکرمه او د مدینه له انځورونو نندارتون کتنه وکړه او همدارنګه د اسلامی انقلاب لارښود د بعثه له اړخه د کلتوری تولیداتو کتنه یی هم وکړه.

http://www.iqna.ir/fa/News/1447548

captcha