د شرقی آسیا دینی فرقو پوهاند علی اکبر ضیائی د مالیزیا کښې د قرآن چاپ کولو مرکز جوړولو په اړه قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)ته لیکلې
احمد زاهد حمیدی دوه کال مخکې د مالیزیا دفاعی وزیر وو، هغه د مالیزیا کښې د یو قرآنی موسسه پرانیسته کښې مالیزیا ته د قرآن بریښیزې پلازمېنه ټاکلې وه تر دې چې د عربستان نه پس د قرآن چاپ کولو کښې په دویم نمبر شی او اوس د مالیزیا حکومت اعلان کړی چې اراده لری چې په دری کالو کښې د مالیزیا پوتراجایای ښار کښې د قرآن کریم چاپ کولو دویم لوی مرکز جوړولو پرانیسته کوی.
د مالزی ړومبنۍ وزیر نجیب رزاق د کال ۲۰۱۵ بودجه وړاندې کولو په وخت ۳۰ ملیون رینګیت(تقریباْ ۱۰ملیون ډالر) د قرآنی چاپ مرکز جوړولو لپاره راروان دری کالو کښې لګه وی.
تمه لری چې دا مرکز چې یو کال کښې به یو ملیون قرآن کریم نسخه به د مالیزیا په مختلفو ایالتونو او د نړۍ نورو هیوادونو کښې خپرولو لپاره چاپ کوی، مالیزیا د ولس شمېر ۳۰ ملیون کسان دی، مالیزیا هیواد کښې په سلو کښې ۶۰ کسان مسلمانان دی.
جمهوری اسلامی ایران، مصر او نور اسلامی هیوادونو کښې د قرآن علمی او څېړنیز کارونه ډېر زیات دی او د مالیزیا غوندې وړوکې هیواد هیڅ کله دې سره سمون نه لری، خو ولی مالیزیا بریښیزې سرچینو ته آسنی سره دسترس لری او د چین سره د برېښیز اړیکې او د سافټ ویر او نور برېښیزه تولیدات ارزانتیا د دې هیواد پرمختګ کښې ښه کار کولی شی.
د سلفی غورځنګ او د افراطیانو نفوذ ته کتنه سره په دې هیواد کښې دینی فعالیتونه کول دا خطر لری چې شرقی آسیا کښې نفوذ زیاتولو لپاره قرآنی ډګر کښې د عربستان دینی موسسه پانګه واچوی.
تېر کال د عربستان اچوولې پانګې د عمومی سړکونو، پوهنتون او درملتون لپاره وی، خو د دینی افراطیانو او د سلفی غورځنګونو سره دا خطره وجود لری چې عربستان نوی پړاو سره شرقی آسیا کښې نفوذ زیاتولو لپاره لاسونه پښې وهی.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/1459861