IQNA

د امام حسين اربعين مراسم په باكو كې تر سره شول

12:38 - February 18, 2009
د خبر لمبر: 1745548
سياسی او ټولنيزه ډله: په اذربايجان او باكو كې اوسيدونكيو ايرانيانو پرون 28 بهمن د امام حسين او د هغه ملګرو شهادت څلویښتم ولمانځل او عزاداری يی وكړه.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د اذربايجان شعبه پر راپور اساس په اذربايجان كې د ايران سفير، په سفارت كې كار كوونكو، د ولی فقيه استازې او داسې نور ايرانی انجمنې چې په باكو كې كار كوی سره د خلكو مختلفو ډلو په باكو كې د ايرانيانو په امام بارګاه كې نوحې او سينه زنی سره د امام عالی مقام عزاداری وكړه.
همدا رنګ د اذربايجان ډيرو خلكو هم په دې مراسمو كې ګډون وكړ. چې عزاداری ته یې يو بيل خوند وركړ.
په اذربايجان كې د ولی فقيه استازې ښاغلی «حجت‌الاسلام و‌المسلمين «علی‌اكبر اجاق‌نژاد» په دې مراسمو كې په خپلې وينا كې له دی بيان سره چې انسان د خپلو عملونو پخپله ذمه وار دی وويل: چې امام حسين عليه السلام ژوندون د ټول انسانيت لپاره يوه نمونه دی چې د اولس د روغتيا لپاره هیڅ كله هم د زورورو او ظالمانو مخ ته غلې نه شو
په اذربايجان كې د ايران اسلامی جمهوری كلتوری استازی هم په خپله وينا كې وويل: امام حسين عليه السلام انسانيت ته د قربانۍ ، ايثار او شهادت سبق وښودل او د عاشوره پیښه به په تاريخ كې تل ژوندې وی او هیڅ كله به هم نه هيریږی.
د دې ګزارش پر اساس همدا رنګ د عزادارۍ مراسم په باكو كښې د بی بی حكيمې په زيارت كې هم تر سره شو
365057
captcha