IQNA

د تركیې په «دياربكر» ښار كې د پيغمبر اكرم(ص) د ميلاد مراسم تر سره شول

9:55 - March 12, 2009
د خبر لمبر: 1755186
سياسی او ټولنيزه: د تركیې په ګڼو سيمو كښې چې ترې استابنول او دياربكر هم دی د پيغمبر اكرم(ص) د زوكړې د كليزې په مناسبت مراسم تر سره شول.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، دې ورځې خلق مسجدونو او د غونډو هالونو ته راجمع شول او د قران پاك تلاوت او دعا ګانې یې ووی، د تركیې ښار «دياربكر» كې د «عاشقان پيامبر(ص)» كمیټۍ لخوا د «مولود» په نوم مراسم تر سره شول چې پكښې تقريبا 80 زره كسانو ګډون وكړ.
د وحدت اوونۍ مراسم د دياربكر ښار په شهيدانو محلې كې تر سره شول او د دې مراسمو پيل د قران پاك تلاوت سره وشو چې پكښې سلګونو مينه والو ګډون وكړ، دې مراسمو چې د سټيشن چوك كې تر سره كيدو په كردی ژبې وينا سره دوام ولرم.
د دې مراسمو د شورو كيدو وخت 12 بجی اعلان شوې و خو خلق له 9 بجو دې چوك ته راغلی و
د قران پاك تلاوت نه پس د ماشومانو يوې ډلې په كردی ژبه كې نعتونه او د پيغمبراكرم منقبت شورو كړ، دا نعتونه او منقبتونه د خلقو د ولولې او هركلی سره مخامخ شول.
په دې مراسم كې (چې پكښې اكثرو پردې دارو ښځو ګډون وكړ) لوی عالمان لكه «ملاهادی باغدی» او «محمد گوك تاش» مذهبی ليكوال ويناوال وو.
دا مراسم د تركیې د حكومتی د ټيلی ويژنی چينل «تی آر تی شش» نه براه راست خپور شول
376285
captcha