د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش چې له «Khaleej Times» ورځپاڼې یې نقلوی، د دبۍ د كلتوری ادارې مشر «محمد بن راشد آلمكتوم» په لاس دا مركز په دې غرض پرانستل شو چې د تاريخی هنر او اسلامی خوشنويسۍ حمايت وكړی.
د دې مركز مشر «مروان بن بيات» وويل: د دې مركز كار د حرفونو د سټينډر مطابق ليكل د هغې بيلې بيلې برخې او اصول جاری كول او په بيلا بيلو ځايونو لكه جماتونو، مدرسو او عامو ځايونو كښې د دې خطونو ليكل دی.
په هغه نندارتون كښې كښې د «بسمالله» موضوع سره د دې مركز د پرانستلو لپاره ټاكلی شوی ده پكښې د تركيه، چين، مصر، عراق، ايران او امارات د خطاطانو 70 اثار موجود دی. او دا نندارتون به د غبرګولی د مياشتې په 8 نیټې پورې دوام ولری.
409982