IQNA

مسلمانان بايد دې ايت «وَاعْتَصِمُوا بحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا» سره توسل وكړی او د يو ښه امت د جوړيدو لپاره دې هڅه وكړی

12:38 - June 05, 2009
د خبر لمبر: 1787401
نړيواله ډله: مسلمانان دې له «وَاعْتَصِمُوا بحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا» او « كُنتُمْ خَیْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ» ايتونو ګټه واخلی او د وحدت لپاره دې هڅه وكړی او په يو ښه امت باندې دې بدل شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، «علامه شيخ محمد حسن الحبيب» د عربستان يو مشهور شيعه چې په "د امام خمينی له نظره اسلامی وحدت" په سمينار كښې یې ګډون كاوۀ وويل: مونږ ټول يو امت يو او د خدای اراده دا ده چې متحد اوسو او بهترين امت شو.

بلا يا ابتلا وړه خبره نه ده بلكه په داسې مشكلاتو او مصيبتونو كې ښكيليدل دی چې دانسات طاقت ورو ورو ختموی او ډير افتونه له ځان سره لری . او اسلامی ټاټوبو او ټولنو ته لوی تاوانونه رسوی . او داسې بوږنوونكی اثار لری چې په مسلمانانو كې د نفرت كينې جدایې نښتې او نزاع سبب او په چټی او باطلو چارو كې د هغوی د توان او وسونو د ضايع كيدو سبب كیږی .
دوهم : په ټولو نښتو او اختلافونو او تفرقو كې د فاسدو او فتنه پالو د پښو پل ښكاری دا عناصر د دې لپاره چې د تفرقې او اختلاف اور بل نور غرغنډه كړی او هر ځای ته یې ورسوی او هر څه لو لپه كړی ډير ټينګار كوی او له هیڅه ډډه نه كوی چې دغه اختلافات او نښتې ورسره زياتې كړی .
دغه كسان او ډلې د اور د لمبو او دهغه د تاوانونو د زياتولو لپاره د سونګو په توګه د ښكيلو لورو په ټول كې نفوذ كوی او د چغليو سخن چينيو دروغو او پروپاګنډو په وسيله اختلاف او شخړه زياتوی .
دا تحركات هغه بدبينۍ او غلط فهمۍ چې د اسلامی مذهبونو د پيروانو په مينځ كې موجودې دی او ج ته رسوی او او د حسن تفاهم او د اسلامی وحدت او يو والی ټولې لارې بندی .
دريم : هغه غلط فهمۍ او ناوړه تفاهمات چې د دواړو مذهبونو په مسلمانانو كې موجود دی د هغو مذهبی اختلافاتو په پرتله چې دهغوی په مينځ كې شته دی ډير خطرناك دی .او له همدې امله بايد ناوړه تفاهمات او غلط فهمۍ كم اهميته ونه ګڼو دوهمه دا چې په هماغه اندازه چې د مذهبی اختلافاتو د ليرې كولو لپاره هڅه او كوشش د اسلامی مذهبونو په مينځ كې يو ضرورت او مسووليت دی له غلط فهميو او ناوړه تفاهماتو سره مقابله او د يو بل سم درك كول او سم پيژندل هم بايد په ښې څارنې او دقت سره تر سره شی.

مسلمانان د مذهبی اختلافاتو له نظره داسې نه دی چې له يو بل سره دې وحدت ونه لرلی شی او ونه توانیږی د يوبل وروڼه او د انما المومنون مصداق شی ځكه هغه خدای چې ټول یې عبادت كوی يو دی او ټول وايی چې لا اله الا الله محمد رسول الله او ټول په يو رسول عقيده لری او د حضرت محمد (ص) نبوت د پيغمبرانو د لړۍ اخر ګڼی او هغه خاتم الانبياء ګڼی ټول مقدس قران خپل اسمانی كتاب ګڼی او دهغه تلاوت كوی او د ټولو مسلمانانو ا ساسی قانون یې ګڼی . ټول يوې قبلې ته لمونځ كوی او د اذان په نامه يو بانګ وايی . ټول د كال په يوې مياشتې كې روژې نيسی ټول وړوكی او لوی اختر لمانځی ټول د يو بل په شان د حج مراسم ترسره كوی او د خدای په حرم كې راغونډیږی .او حتی ټول د نبوت له كورنۍ سره مينه لری . او درناوی یې كوی دا مشتركات كافی دی چې دهغوی زړونه له يو بل سره پيوند شی او په هغوی كې دورور ولۍ او اخوت احساس پيدا شی خو ،،،، خو امان له ناسم پوهاوی او امان له هغوی غلطو تصوراتو او توهماتو چې په اسلامی فرقو كې د يو بل په هكله پيدا شوې دی .او امان له هغوی عواملو چې د مسلمانانو په مينځ كې د نوكونو له سولولوپرته بل كار نه لری .

اتحاد اسلامی سمينار د غبرګولی د مياشتې په 12 نیټه د صدا او سيما په هال كښې د 60 هيوادونو په ګډون سره ترسره شو چې پكښې حجت الاسلام سيد حسن خمينی هم ګډون وكړ.
415622
captcha