د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د قدس په نړيواله ورځ د ايران میړنی او غيور ملت د قدس د ولولناك لاريون په پای كې يو پريكړه ليك تصويب كړ. چې پكښې راغلی دی چې د اسلامی ايران ملت د مسلمانانو په ليكو كې د هر ډول درز، فتنې او نفرت په غندلو سره د اسلامی نړۍ په تيره بيا د قدس، فلسطين، افغانستان، عراق او لبنان له جغرافيائې، د نيواكګرو د ټغر د ټوليدا په ضرورت په ټينګار سره د اسلامی او عربی نړۍ د يووالی او اتحاد غوښتنه كوی.
په دغه پريكړه ليك كې ټينګار شوی دی چې د ايران مسلمان ملت په پريكنده توګه اعلان كوی چې د قدس ټاوټوبی له فلسطينيانو سره اړوند دی او د قدس د آزادۍ يوازنۍ سټراټيجی مقاومت، تل پاتی كيدا او د فلسطين د مظلوم ملت د انتفاذې او مقاومت په جبهې كې له وحدت او يووالی هر اړخيز او بشپړ ملاتړ دی او بې شكه په دې باب به اسلامی امت او د نړۍ پتمن د تل په شان د فلسطين له انتفاذې له هر ډول معنوی او مادی ملاتړه لاس په سر نه شی.
د ايران مسلمان ملت دغه راز د بې ګناه فلسطينيو ماشومانو ښځو او بوډاګانو په بې رحمه وژلې په تيره بيا د غزې په خلاف په ۲۲ ورځنی نا برابر او غير انسانی جنګ كې د صهونيسټ رژيم څاروی ډوله جنايتونه او دغه راز د مظلومو او شهيد شويو فلسطينيانو د بدنونو د غړو په قاچاق او تجارت سره د جنايتكارو صهونيسټانو غير انسانی اقدامات په كلكه غندی او له نديوالو اورګانونه چې تر اووسه پورې ئې په دغه ډول جنايتونو سترګې پټې كړی دی، د اسرائيلو د خپل سری رژيم د وحشی توب د دوام او د چورلټو تدبيرونو په غوره كولو كې د ځنډ مسئول ګڼی.
466671