د الإتحاد اماراتی ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ابو ظبی د سوداګرۍ او صنعت د كابينۍ د اداری شوری د مشر لومړی مرستيال «خلفان سعيد الكعبی» د اسلامی صنعت او سوداګرۍ د اتاق د عمومی منشې د مرستيال «عبدالمحسن حسن لنجاوی» سره په ګډه ناسته كښی په دی هكله ووئيل: د اسلامی هيوادونو د كارفرمايانو د اتحادیۍ غونډه به د وړومبی ځل لپاره د اسلامی هيوادونو د سوداګرۍ او صنعت د اتاق په همت تر سره شی.
الكعبی څرګنده كړه: د اسلامی هيوادونو تر مينځ د تجارت او پانګونی د فرصتونو پياوړتيا او د تجارتی مبادلاتو زياتوالی ددغی غونډی د لاس ته راوړنو له جملی څخه دی.
شماره خبر :606884