IQNA

په قزاقستان كښې دويم اسلامی بانك جوړیږی

23:39 - July 21, 2010
د خبر لمبر: 1960219
نړيواله ډله: په قزاقستان كښې دويم اسلامی بانك د مليشيا د «آرمانا رايا» اقتصادی شركت او د قزاقستان د بانكی پراختيا د ډلې او د «فتاح فينانس(FATTAH FINANCE)» مؤسسې په مرسته به ډېر زر د دې هيواد په پلازمينه كښې جوړ شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له inform یې نقلوی، د جمهوری قزاقستان د صنعت او ټيكنالوجې د وزير مرستيال «اسيكيشوف» په دې هكله وويل: داسې معلومیږی چې په راتلونكی كال كښې بايد نوې طرحې جاری شی د نوی اسلامی بانكونو او ګردشګرۍ په پراختيا كښې ډېرې طرحې په نظر كښې ساتل شوی دی.
د قزاقستان د وزير صنعت په وينا، په دې هيواد كښې د دويم اسلامی بانك په جوړيدو سره د قزاقستان په تجارت كښې په دا ډېر ښه رول ولری او مليشيا سره به د همكارۍ دا زمونږ شورو وی.
د يادونې دا چې په قزاقستان كښې لومړې اسلامی باك د الهلال په نامه د 2010 ميلادی كال د مارچ د مياشتې په 25 نیټه د سعودی عرب د اماراتو په ګډون سره شورو شو.
619143
captcha