د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ولسمشر ويب پاڼې یې نقلوی د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد بیګا د ملګرو ملتو د عمومی ټولنې په غونډه كښې په پاكستان كښې په ويجاړونكې سيلاب خواشينی وښودله او درستو هيوادونو ته یې بلنه وركړه په دی اړه په خپله انسانی دنده عمل وكړی.
ولسمشر احمدی نژاد په غزې د اسرائيلو له يرغل او د فلسطين په مظلوم ملت د صهيونستانو د ظلمونو سره د مقابلې د لارو چارو او ترهه ګرۍ د پيژندلو لپاره په تهران كښې د راتلونكې كال په كنفرانس كښې د ګډون لپاره د بيلا بيلوهيوادونو چارواكو ، نظرخاوندانو ، پوهانو ، څیړاندو او د مطالعاتی مركزونو مشرانو ته بلنه وركړه او ویې ويل په امريك او اروپا كښې درست ارزښتونه حتی دبيان آزادی هم د صهيونيزم لپاره قربانی كیږی .
ډاكټر احمدی نژاد د فلسطين د حكومت د څرنګوالې د جوړولو لپاره خپل ټاټوبی ته د فلسطينو كډوالو ستنيدا ، د فلسطين د درستو خلكو رايو ته مراجعه د فلسطين د موضوع يوازينۍ حل لاره وبلله .
احمدی نژاد د سپتامبر د ۱۱ شكمنې پیښې ته په اشاری سره وويل د تجارت په دوو غبرګونو برجونو له حملو وروسته داسی تبلغيات پيل شول چی نړۍ د ترهه ګرۍ په نامه له يوه ستر خطر سره مخ ده او د ژغورنې يوازينۍ لاره په افغانستان لښكر كشی اعلان شوه چی د افغانستان له نيواك سمدستې وروسته عراق ونيول شو.
د اسلامی ايران ولسمشر احمدی نژاد د سپتامبر د ۱۱ د دری زره خلكو او په افغانستان او عراق كښې د لكونو خلكو وژل او مليونونو نورو ژوبليدا او كډواليدا پرتله كړه او ويی ويل دغه نظريه د امريكا په خلكو كښې ډير پلويان لری جی دغه حمله د امريكا د مخ په زوړ اقتصاد د ژغورلو، په مينځنی ختیځ د سلطې او د صهيونست رژيم د ژغورلو لپاره وشوه.
د اسلامی ايران ولسمشر په دوام كښې وړانديز وكړ د سپتامبر د ۱۱ د پیښې په اړه دی يوه خپلواكه حقيقت پلټونكې كمیټه جوړه شی څو ځينی بيا د هغو په هكله د نظرونو څرګندول بند نه كړی .
ښاغلی احمدی نژاد اتومی بم هم دبشر ضد ډيره ناوړه وسله وبلله او د هغو د ختميدو ، ان پی ټی تړون او ددغه تړون د غړو په وړاندی د اتومی انرژۍ د نړيوال اژانس دندو ته اشاره وكړه .
ولسمشر د امنيت شورا په ځينو غړو چی اتومی بمونه لری خو په ايران له اتومی انرژۍ د سوله ايزې استفادی لپاره دباوو اچوی نيوكه وكړه او ویې ويل د اتومی بم توليدول د صهيونستی ګواښوونكې او نيواكګر رژيم په شمول سيمو كښې زيات شوی دی .
د اسلامی ايران ولسمشر وړانديز وكړ ۲۰۱۱ كال دی د اتومی بی وسلی كيدا ، اتومی انرژی د ټولو لپاره خو اتومی وسلی د هیڅ چا لپاره كال ونومول شی .
هغه درستو آسمانی كتابونو او د هغو پيروانو ته په درناوی سره په امريكا كښې قرآنكريم ته په سپكاوی سختی نيوكی وكړی او قرآن یې وسوزول چې الهی تعليمات وسوزوی خو حقيقت خو سوزيدونكی نه ده
هغه د ملګرو ملتو جوړښت یې ناعادلانه وباله او ویټو د حق د ختمولو غوښتنه یې وكړه او ویې ويل د ويتو په حق سره د اصلی قدرت متمركز شوی دی او اصلی ركن يعنی عمومی ټولنه څنګته كړای شوی ده .
هغه د آزادۍ او ديموكراسۍ د تپلو په پلمه د هيوادونو نيواك ستر او نه بخښونكی جنايت وباله او د تهران دری اړخيزه بيانيه یې د باور جوړونې لپاره ستر او اغيزمن ګام وباله او ویې ويل كه څه هم دغه بيانيه له غيرقانونی پريكړه ليك او بداخلاقۍ سره مخ شوه خو هماغه راز اعتبار لری .
661479